پېښور 20 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ټرانسپورټ محکمې د کرونا وائرس خطر ترمخه 15 ورځو لپاره ټولې هلې ځلې معطل كړې دي۔په دې اړه تيره ورځ د خېبر پښتونخوا د ټرانسپورټ سيكتر ذاکرحسېن آفریدی میډیا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل راروانو 15 ورځو لپاره به هر ډول روټ پرمټ، فټنس سرټیفکیټ او آلودګی کنټرول كولو سرټیفکیټ نه شي جاری كولې، ډرائیونګ ټریننګ سکولونه به بند وي او هيڅ ډول ډرائیونګ لائسنس به نه شي جاری كولې۔ ده ووئيل صوبائی ټرانسپورټ اتھارټی، ریجنل ټرانسپورټ اتھارټیز به هم بند وي۔ده اولس او ډارئيورانو ته غږ وكړو چې راروانو 15 ورځو په مهال د ټرانسپورټ محکمې كوم هم دفتر ته نه ځي۔