شهباز شريف قوم بې وقوفه ګڼي۔ دروغ وئيلو سره لندن ته لاړو۔ د ګوند معيار دا دې چې درې وارې وزيراعظم غوره كېدونكې تن د رښتيا وئيلو اخلاقي قوت نه لري او دروغ وئيلو سره هېواد څخه تښتي۔ ډاکټر شہباز ګل

image

اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف لارښود ډاكټر شهباز ګل د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د كورونا وائرس دلاسه د مړو شويو كسانو په اړه د وركړې شوي بيان په ځواب كښې وئيلي دي چې دے اولس بې وقوفه ګڼي۔ ده دروغ ووئيل او لندن ته لاړو۔ د ګوند معيار ئې دا دې چې درې ځله غوره كړے شوے وزيراعظم دومره اخلاقي جراﺀت نه لري چې ريښتيا ووائي۔ دروغ وئيلو سره هېواد نه تښتېدلے دے۔ په هغه خلقو ترس راځي چی اوس هم دې دروغو ته غوږ كېږدي او دوئي لارښود ګڼي۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطو په وېب سائټ ټويټر خپل پېغام كښې ده ووئيل د بده مرغه ټوله نړۍ كښې د كورونا دلاسه تباهي رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل ستا نزدې ملګري مودي سخت لاك ډاؤن كولو سره وليدل چې دغلته هم كورونا د مرګونو سبب ګرځي۔ ده ووئيل ستا په وېنا د اسمبلۍ غونډه راوبللې شوه ولې تا هغې كښې ګډون ونكړو۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں