نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې

image

اسلام آباد۔12اکتوبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائروس په اړه تازه شمېرې جاري كړي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائروس 385 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 10 ناروغان مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 26 زره 951 ټېسټونه شوي ۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائروس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائروس لپاره په بېل كړے شوو 1 زر 912 وېنټی لېټرز د كورونا 76 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائروس اېكټو كېسونو شمېره 8552 ده۔دغسې د كورونا ځپليو شمېره 3 لکھ 19 زر 317 ته رسېدلې كومو كښې چې د آزاد کشمیر 3 زره 128, بلوچستان 15 زره 525, ګلګت بلتستان 3 زره 937، اسلام آباد 17 زره 331, خېبر پختونخوا 38 زره 348، پنجاب 1 لک 764 او د سندھ 1 لک 40 زره 294 رنځوران شامل دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائروس د لاسه 6 زره 580 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګھ د كورونا وائروس 38 لکھ 84 زره 796 ټېسټونه شوي ۔ د كورونا درملنو له خاص كړے شوو 735 روغتونونو كښې 804 رنځوران داخل دي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں