په موټروے مېرمنې سره په شوې اجتماعي زياتۍ ازخود نوټس اخستلو له سپريم كورټ كښی خواست جمع كړے شو

image

لاهور۔12ستمبر (اے پی پی) په موټر وے پولیس تھانه ګجر پورہ كښې مېرمنې سره په شوې اجتماعي زياتۍ ازخود نوټس اخستلو له سپريم كورټ كښی خواست جمع كړے شو۔ دا خواست د پخواني چيف جسټس آف پاكستان افتخار چوهدري جماعت د جسټس اېنډ ډېموکرېټک پارټی هيومن رائټس سیل صدر رانا نعمان او مدثر چوهدري لخوا جمع كړے شو۔ خواست كښې دريځ خپل كړے شوے چې دا پېښه ډېره سنګينه او د پوليس غفلت په ډاګه كوؤنكې ده۔ سپریم کورټ آف پاکستان دې مېرمنې سره د زياتي معاملې ازخود نوټس واخلي او د سي سي پي او لاهور په ضد د كارروائۍ كولو دې امر وكړي۔ خواست كښې استدعا وكړې شوه چې د دې معاملې سپېځلې پلټنيو له دې د جوډيشل انكوائري كولو امر وكړے شي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں