اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د لاهور مېټرو منصوبې پحقله د پنجاب حكومت په شوې بهتره لوظنامه د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي موجوده حکومت په سپېځلو لوظنامو او د اولس د يوې يوې ټكې د مناسبه استعمال باوري كولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده هاٶسنګ كسنټركشن اېنډ ډوېلپمنټ لپاره د نیشنل کوارډینېشن كمېټۍ د اوونيز غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز، خاص مرستيال ملك امين اسلم، سندھ ګورنر عمران اسمعيل، خاص مرسيتال ليفېټننټ جنرال (ر) عاصم سليم باجوه، ډاکټر شهباز ګل، د اسټېټ بېنك ګورنر رضا باقر، د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) انور علي حېدر او نورو لوړو پورو ګډون وكړو او چيف سېكرتريز د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډوې كولو۔ د سي ډي اے چيئرمېن وزيرِاعظم اسلام آباد كښې د جاري پرمختيائي منصوبو٬ د تېرو دوو نيلامونو٬ د اسلام آباد د ماسټر پلان بيا د سره مرتب كولو په اړه د پېشرفت او د تعميراتي هلو ځلو ودې په اړه د د شوو اقداماتو پشمول د سي ډي اے آټومېشن پحقله خبر كړو۔ ده ووئيل په تېرو دوو نيلامونو كښې (جولائي او ستمبر) كښې سي ډي اے 55 اربه روپۍ راغونډې كړي كومې چې به د اسلام آباد په بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو خرڅ كولې شي۔ د بشپړو شوو منصوبو په اړه ووئيل شول د پارك انکليو بريج، برما بريج، جي سېون ٬ جي اېټ انډر پاس منصوبه او پېدل كسانو لپاره بېلا بېل بريج او كېپيټل روغتون كښې د اضافي بلاك جوړولو منصوبې بشپړې كړې شوي۔ غونډې ته ووئيل شول اسلام آباد او پېنډۍ ته د پاكو اوبو وركولو لپاره غازي بروتها څخه د اوبو په منصوبه كار پېل شوے ٬ د دې نه علاوه د روات بهاركهو رنګ روډ جوړولو په منصوبه غور كوٶ٬ وفاقي پايه تخت كښې د ګرين ايرياز تحفظ لپاره په شوو اقداماتو هم بريفنګ وركړے شو۔ د سندھ چيف سېكرټري ووئيل په 3.8 مېليونه مربع فټ د تعميرات 19 منصوبو منظوري وركړې شوې او د 4.2 مېليونه مربع فټ تعميراتي منصوبو منظورۍ له په عملي كولو غور روان دے۔ د پنجاب چيف سېكرتري ووئيل د 7.49 مېليونه مربع فټ د تعميراتي منصوبو منظوري وركړې شوې او د 12.07 مېليونه مربع فټ د تعميراتي منصوبو د منظوريو په عمل غور كېږي كوم چې به په ټاكلې موده كښې ترسره كولې شي٬ د لاهور مېټرو منصوبې په اړه غٶنډې ته ووئيل شول په تېر دور حكوت كښې د مېټرو لوظنامه د 364 روپۍ كلوميټر په حساب شوې او په اوسني حكومت كښې كله چې د ډالره بيعه مخ په زياتېدو ده دا لوظنامه په 304 روپې د كلوميټر په حساب سره شوې دغسې د كلوميټر په سر 60 روپۍ بچت شوي چې په نتيجه كښې به ئې اته اربه روپۍ بچت وشي۔ وزيرِاعظم د لاهور مېټرو منصوبې پحقله د پنجاب حكومت لخوا په شوې بهتر لوظنامه د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل موجوده حکومت د سپېځلو لوظنامو او د اولس د يوې يوې ټكې د مناسبه استعمال باوري كولو عزم لري