اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د ورلډ بېنك ګروپ ٬ آئي اېم اېف كلنې غونډې په مهال د غريبۍ كمولو د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر د “Protecting South Asia’s Poor and Vulnerable Against COVID-19 and Beyond” په سرخط دستوره كښې د پېنلسټ په توګه ګډون كړے دے ٬ په ساٶته اېشن دستوره كښې د سماجي تحفظ په پروګرامونو كښې ريليف او تل پاتي بحالۍ ته پاملرنه شوې ٬ د ورچوئل دستورې مقصد د كلنې غونډې په مركزي خيال كښې نېغ په نېغه مهم كردار لوبول دي چې مقصد ئې لچك پېدا كول٬ شركت ښه كول٬ معاشي نمو ته وده وركول او كاروبار او ملازماتونه په برقرار ساتل وو۔ په پینل كښې د ډاکټر ثانيه نشتر نه علاوه ، د نيپال د وزيراعظم د اقتصادي چارو صلاحكار، د بنګله دېش د بي آر اے سي اېګزيکټو ډائريکټر، د کارنيل يونيورسټي پروفېسر او د ټېكسټائل او د مېرمنو او كوچنيانو پرمختګ لپاره د هند وزير هم شامل وو۔ د پاليسي جوړٶنكو، پريکټيشنرز، اسکالرانو او نړيوالو پوهانو سره د خبرو پېنل سوئيلي آسياء كښې د مرستې په هلو ځلو رڼا واچوله او په شريكه ئې په دې موضوع د خيالاتو څرګندونه وكړه چې څنګه ټولو كسانو ته رسنه، د دوي بحالۍ او د تلپاتې جامع نمو لپاره د سماجي تحفظ پروګرام ډايزائن كېدے شي۔ احساس ايمرجنسي کېش پروګرام په پراختيا او په عزائمو رڼا اچولو سره ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل د دې پروګرام په غېر يقيني صورتحال كښې د لكهونو په شمېر كورنيو ته نغده مالي مرسته رسول مهمه كارنامه ده٬ كرونا په پاكستان كښې نزدې په 160 مېليونه كسانو منفي اثران مرتب كړي٬ دې ووئيل مونږ پرېشانۍ سره مخ 15 مېليونه كورنيو سره مالي معاونت كړې۔ دې زياته كړه چې تېر كال د احساس ايمرجنسي کېش له مخئ ډيجيټل نظام جوړ كړے شوے او په خاص توګه د بائيو مېټرك نظام د لارې كېش وركول او د اېس اېم اېس درخواستونو پلېټ فارم كارول مهم ګامونه دي۔ ده ووئيل په دې موقع يو شمېر مسئلې هم رامخې ته شوې لكه لاجسټكس ٬ رابطې ٬ ليكوېډيټي٬ سائبر اټېكس٬ د بائيو مېټرك ناكامۍ او د ډېټا په اړه اضافې مسئلې هم رامخې ته وې خو حکومتي اپروچ په كاميابۍ سره د دې ټولو چېلنجونو مقابله كړې