اسلام آباد 01 اكتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د چين سره د پاكستان دوه اړخيزه اړيكې د اطمينان وړ ګرځولو سره وئېلي دي پھ هر سخت وخت كښې د پوره كېدونكې تزويراتي مرستې سره زمونږ شراكتداري وخت په وخت قوي كېږي٬د چين د بنيادي قامي مفادات په لړ كښې به پاكستان د هغوي ملاتړ روان ساتي٬د عوامي جمهوريه چين 71مې سالګرې په موقع د چين وزيراعظم په نامه د مباركۍ په پیغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د اړخه زه د چين قيادت او اولس له مباركي وركوم۔ده ووئيل 01 اكتوبر 1949 د نوي چين جوړیدو پھ تاريخ كښې يو يادګار حېثېت لري۔ چين د كميونسټ ګوند په مشرۍ كښې د اعتدال خوښې او څوكاله ټولنې اهدافو سر كولو له چمتو دے۔وزيراعظم ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده د پاكستان او چين دوه اړخيزه اړيكې مستحكمېږي٬د پاك چين په دوه اړخيزه مرسته اډانه تزويراتي شراكتداري د وخت سره سره قوي كېږي۔ده ووئيل زمونږ حكومت د سي پیك پروژې كاميابولو له لوظي دے۔ده ووئيل د چين د كورونا وباﺀ په ضد كاميابي د خوشحالۍ خبره ده۔د كورونا په ضد جنګ كښې د پاكستان او چين شريكه مرسته مثالي وه۔ده ووئيل چين د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د پرمختګ روښانه مثال دے ۔چين د بدعنوانۍ خاتمولو او اولس د غريبۍ څخه ويستلو كښې بريالې شوے ۔ده په دې موقع د چين وزيراعظم پراخه عمر او د چين د اولس د پرمختګ او څوكالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وه۔