په سټنټنګ قابو موندل د حكومت لومړۍ ترجيح ده٬ وفاق به دې لړ كښې خپل بشپړه كردار لوبوي٬ د سټنټنګ مخنيوي لپاره دې جامع روډ مېپ د شريكې ګټې كونسل ته وړاندې كړې شي ۔ وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د كوچنيانو په نيمګړې وده (سټنټنګ) قابو موندل د حكومت لومړۍ ترجيح ده٬ وفاق به په دې لړ كښې خپل بشپړه كردار لوبوي٬ د سټنټنګ مخنيوي لپاره دې جامع روډ مېپ د شريكې ګټې كونسل ته وړاندې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د ګل په ورځ خپلې مشرۍ كښې د پاكستان نېشنل نيوټرېشن کوارډينيشن کونسل د لوړې كچې لومړۍ غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو شفقت محمود، ډاکټر فهميده مرزا، سيد فخر امام، اسد عمر، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، خاص مرستيالو ډاکټر ثانيه نشتر، ملك امين اسلم، ډاکټر فېصل مرزا، د اړوند وزارتونو سېكترانو او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ صوبائي چيف سېكترانو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم عمران خان قام ته خپلې لومړۍ وېنا كښې د غذائي قلت او د غېر معياري خوراك په سوب د كوچنيانو په ذهني او جسماني وده پرېوتوونكو اثراتو پلو پام ګرځولو سره د سټنټنګ مخنوي په اړه حكومتي ترجيحات واضح كړې ٶ۔د وزيراعظم وژن او حکومتي ترجيحات عملي كولو او سټنټنګ مخنيوي په اړه د وفاق او صوبو په كچه کوارډينېشن ښه او منظم كولو او په دې لړ كښې په تفصيلي او جامع پروګرام عملدرآمد لپاره په قامي كچه نېشنل نيوټرېشن کوارډينېشن کونسل جوړ كړې شوې دې٬ په اته وازيرانو ٬ چيف سېكترانو او په پوهانو مشتمل د کونسل جوړولو مقصد د سټنټنګ مخنيوي او په دې لړ كښې منظم پروګرام عملي كول دي۔ د سماجي تحفظ او غربت تخفيف خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر غونډې ته د سټنټنګ وجوهاتو، د سټنټنګ په سوب د كوچنيانو د ذهني او په جسماني وده د پرېوتونكو اثراتو٬ د سټنټنګ په سوب رامخې ته كېدونكې بېلا بېل عوامل او د غذائي قلت پحقله په ماضي كښې جوړ كړې شوې لائحې او د منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول چې په تېرو لسو كالو كښې د مېرمنو او نوې زېږېدلې كوچنيانو غذائي ضرورياتونه ترسره كولو په اړه منصوبه بندي خو كېده خو په دې په كوټلې توګه د عملدرامد نه كېدو په نتيجه كښې نن هېواد كښې تقريباً 40 فيصده كوچنيان سټنټنګ سره مخ دي په سندھ صوبه كښې دا شرح اوسطاً 50 فيصده ده۔ غونډې ته ووئيل شول چې د سټنټنګ په اړه د بنيادي كردار ذمه واري د صوبائي واكمنو ده خو وفاقي حكومت به په دې لړ كښې د لوړې كچې کوآرډينېشن، د سټنټنګ پحقله جامع ډېټا بېس٬معلومات وركول او د سټنټنګ مخنيوي لپاره خاص منصوبې اجراء كوي٬ په دې لړ كښې به احساس نشوونما ډېش بورډ د نن څخه ګرد هېواد كښې كار پېل كړي چرته چې به ټولو اړوندو ته د سټنټنګ پحقله تفصيلي ډېټا ترلاسه شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې د احساس پروګرام له مخې په لومړي پړاٶ كښې په نهه ضلعو كښې د احساس نشوونما 36 سنټرې جوړې كړې شوې دي چرته چې د مېندو او نوې زېږېدلې كوچنيانو غذائي قلت ترسره كولو لپاره نه يوازې خوراك وركولې كېږي بلكې مېندو له مشروط كېش هم وركولې كېږي۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د سټنټنګ غوندې اهمه مسئله په ماضي كښې نظر انداز كېده٬ د سنټنګ په سوب نه يوازې زمونږ د كوچنيانو ذهني او جسماني صلاحيتونه ځپلې كېږي بلكې معاشره د تعميري صلاحيتونو څخه محرومه شي۔ ده ووئيل په سټنټنګ قابو موندل د حكومت لومړۍ ترجيح ده او په دې لړ كښې به وفاق خپل بشپړه كردار لوبوي۔ په دې موقع وزيراعظم د صحت او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ته امر وكړو چې د صوبو په مشاورت سره دې د سټنټنګ مخنيوي لپاره په ټائم لائنز روډ مېپ جوړ كړې شي كوم به چې د شريكې ګټې كونسل ته وراندې كولې شي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق
متعلقہ مضامین
مزید خبریں