نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 567 مثبت ټېسټونه رامخې ته شول٬ ددې وبا دلاسه نور 16 كسان مړه

image

اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وېروس په اړه تازه شمېرې جاري كړې چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتونو په مهال روغتونونو كښې د وېروس 567 نوې كېسونه رامخې ته شوي او ددې له امله 16 ناروغان مړه شوي دي۔ په تېرو 24 ساعتونو كښې د كورونا وېروس 30 زره 62 ټېسټونه وكړې شول۔ تر دې دمه ددې وبا نه ګرد هېواد كښې 3 لکھ 7 زره 69 كسان ښه شوي دي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وېروس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس لپاره په بېل كړې شويو 1 زر 884 وېنټی لېټرز د كورونا 74 رنځوران دي۔ ګرد هېواد كښې د وېروس اېكټو كېسونو شمېره 90296 ده۔ د ځپليو شمېره 3 لکھ 23 زره 19 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې ددې وېروس د لاسه 6 زره 654 كسان مړه شوي دي۔ په مجموعي توګھ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس 40 لکھ 74 زره 24 ټېسټونه شوي دي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد 735 روغتونونو كښې د 793 رنځورانو درملنې روانې دي

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں