دا حكمت عملي به د ټولو شراكتدارو په مشوره جوړولې شي. د كورنيو چارو وزير اعجاز احمد شاه

image

اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه په مشرې كښې د لوي اختر د قربانې انتظامات جاج اخستلو لپاره خاص غونډه وشوه. په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري او د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا هم موجود وو. د كورنيو چارو د وزارت لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل قرباني يوه مذهبي فريضه ده او حكومت به په دې لړ كښې هر ډول ممكنه اسانۍ باوري كوي، د روغتيا وزارت د ګائيډ لائنز له مخې انتظامات او واضحه حكمت عملي جوړولې شي، دا حكمت عملي به د ټولو شراكتدارو په مشوره جوړولې شي. ده ووئيل انتظاماتو سره سره حفاظتي تدابير عملي كول هم ضروري دي. ده ووئيل مونږ د علما كرامو څخه هم په دې لړ كښې لارښووونه غواړو چې دغسې د اولس حفاظت وكړے شي او د كورونا مخ نيوي له مرسته تر لاسه شي.

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں