اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي امجد علي خان وئيلي دي چې د 47 كلونو نه واكمنو چې هېواد سره څه كړي، د دې پلټنو لپاره دې كميشن جوړ كړے شي، سترې محكمې مسلم ليګ ﴿ن﴾ مافيا ګرځولې، مونږ منو چې خلق ستونزو سره مخ دي، خو دوي چا ستونزو سره مخ كړي، بايد د دې پلټنې وشي. د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د راتلونكي مالي كال په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل چې مونږ اتفاق كوو چې خلق ستونزو سره مخ دي، خلق چا ستونزو سره مخ كړي دي، د دې پلټنو لپاره دې كميشن جوړ كړے شي. اپوزيشن به د آصف علي زرداري په سړكونو د راكښلو خبره كوله. راجه پروېز اشرف ته به هم دې خلقو راجه رېنټل وئيل كوم چې نن تاسو سره دي. ده ووئيل چې دا پاكستان دې لپاره نه و جوړ كړے شوے چې تاسو ورسره لوبې وكړئ