د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو په 75مې سالګيرې ته د خپلې وېنا په حقله بيان

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د ملګرو ملتونو 75مې سالګيرې ته د خپلې وېنا په اړه يو بيان كښې وئيلي دي زما نقطه نظر دا ٶ چې نن مونږ له د ملګرو ملتونو په 75مه سالګېره خپلو ګېروانونو ته سر ورښكته كول پكار دي٬ مونږ له به ھغه مقاصدو او اصولو ته كتل وي د كومو په سوب چې د ملګرو ملتونو غوندې نړيوالې ادارې بنياد اېښودے شوے ٬ د دوېم عظيم جنګ نه پس امن٬ استحكام او د شخړو حل لپاره د يو نړيوال پلېټ فارم ضرورت زيات محسوسېدو كوم چې د دې ادارې بنياد جوړ شوې۔ ده ووئيل نن كه چرې مونږ نظر واچوو نو مونږ ته به داسې يو شمېر شخړې تر نظره شي د كومو چې هوارې پكار دے۔ خارجه وزير ووئيل دوه شخړې په دې كښې څرګندې دي كومې چې د ملګرو ملتونو په اېجنډا پرتې دې او په دې كښې يوه د كشمير كشاله او بله د فلسطين مسئله ده۔ خارجه وزير ووئيل خپله وېنا كښې كه ما يو خوا د ملګرو ملتونو د كاميابو ذكر كړے نو بلخوا مې دې شخړو پلو پام ګرځولے٬ ملګري ملتونه وي او كه سلامتي كونسل دوي له دې ته كتنه پكار ده چې كه د شخړو هواري په اړه څه پېشرفت نه دے شوے نو ولې ؟ او مونږ له څه پكار دي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں