بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د هېواد او قام قيمتي اثاثه ده ، د ترسيلات زر پحقله بهرنيو پاکستانيانو ته هر ډول ممكنه سهولت وركولو ته حكومت پام لرنه كوي

image

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د وزيرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې په ترسيلات زر، د هېواد د زرمبادله پانګو په صورتحال او په دې كښې د لا زياتوالي لپاره په مجوزه تجويزونو او اقداماتو په اړه غونډه د ګل په ورځ اسلام آباد كښې شوې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د خزانې صلاحكارانو ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، شهزاد اکبر، ډاکټر عشرت حسين، د پاكستان اسټېټ بېنك چيئرمېن ډاکټر رضا باقر، د خزانې سېكرټري ،د اېف بي آر چيئرمېن او د ايف بي آر او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې په غونډه كښې په ترسيلات زر، د هېواد د زرمبادله پانګو په صورتحال او په دې كښې د لا اضافې په مجوزه تجويزونو او اقداماتو غور وشو۔ وزيراعظم د جولائي كال 2020 په مهال بهر هېوادونو څخه د مېشته پاكستانيانو لخوا په رالېږلو ترسيلات زر كښې په واضح اضافه د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د هېواد او قام قيمتي اثاثه ده ، د ترسيلات زر پحقله بهرنيو پاکستانيانو ته هر ډول ممكنه سهولت وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ وزيرِاعظم د خزانې وزارت ٬ اېف بي آر او د مركزي بېنك ګورنر ته امر وكړو چې ترسيلات زر او د هېواد په زرمبادله كښې اضافې لپاره نور اقدامات او تجويزونه وركړي دغسې چې د هېواد دننه او بهر مېشه پاكستانيانو ډاډګيرنه وشي او ھغوي د هېواد معيشت په استحكام كښې زياته برخه واخلي۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں