د اسكولز ماشومانو سره دې د مدرسو ماشومان هم په دې كښې شامل كړے شي،هيواد كښې يو ډول نظام تعلیم ته پام لرنه كيږي او د نظام ښه كولو هڅې كوو

image
APP08-19 KARACHI: August 19 - President Dr. Arif Alvi addressing at the 75th National Council Meeting 2020 of Pakistan Boy Scouts Association at Sindh Boy Scouts Provincial Headquarters. APP photo by M Saeed Qureshi

كراچۍ 19 اګست(اے پی پی) صدر مملكت او چیف اسكاؤټ پاكستان ډاكټر عارف علوی وئيلي دي اسكاؤټس دې د روایتی پوهې سره سره مشومان د جدیدې ټیكنالوجی څخه هم خبر كړي، د اسكولز ماشومانو سره دې د مدرسو ماشومان هم په دې عمل كښې شامل كړے شي،هيواد كښې يو ډول نظام تعلیم ته پام لرنه كيږي او د نظام ښه كولو هڅې كوو، اسكاؤټس ایسوسی ایشن چې كومو ستونزو سره مخ دے د هغې حل كولو له به هر ډول مرسته كولې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سندھ بوائے اسكاؤټس ایسوسی ایشن صوبائی هیډ كوارټر كښې د پاكستان بوائے اسكاوټس ایسوسی ایشن د 75م قامی كونسل غونډې په مهال خبرو او خپل خطاب كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې د صدر او چیف اسكاؤټ په راتګ اسكاؤټس دوي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ خاص ميلمه د سرسبز پاكستان مهم ترمخه د ودانۍ په خوا كښې بوټې نال كړو۔ دستوره كښې د پی آئی اے چیئرمېن اود پی آئی اے بوائے اسكاؤټس ایسوسی ایشن چیف ارشد ملك، د سندھ چیف سیكریټری او پرووینشل اسكاؤټس كمشنر سید ممتاز علی شاه، چیف اسكاؤټس كمشنر پاكستان بوائے اسكاوټس ایسوسی ایشن سرفراز قمر ډاھه، د تول هيواد د اسكاؤټس 10 ایسوسی ایشنز عهدیدارو او د نېشنل كونسل غړو ګډون وكړو۔ صدر ووئيل زه هم اسكاؤټ پاتې شوے يم او اسكاؤټس سره ښه یادونه لرم۔ده ووئيل اسكاؤټ ځكه كامیاب دے چې دا د ماشوم والي څخه ښه سماجی اقدار او پوهې ښائي۔ده ووئيل د ماشومانو د زدكړې عمل كور او اسكول څخه پيل كيږي خو كومې خبرې چې به كور او اسكولز كښې نه ښودلې كيږي هغه د اسكاؤټس د لارې ښودلے شي۔ ډاكټر عارف علوی ووئيل اسكاؤټس د پيښو او قدرتی آفات په زړه پوري خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې د اسكاؤټس شميره 7 نيم لكهه ده خو اوس هم په لكهونو ماشومان شته كوم چې اسكاؤټنګ ته رسيدلے شي۔ ده ووئيل دا ښه اداره ده او پاكستان ته د دې حاجت دے۔ صدر ووئيل فرسټ ایډ زيات ضروری دے ځكه چې فرسټ ایډ انسان بچ كولے شي، هر كور كښې وګړو ته فرسټ ایډ ښودل پكار دي، زه په دې خحوشحاله يم چې اسكاؤټس ته فرسټ ایډ كښې سی پی آر ښودلے كيږي۔ده ووئيل اسكاؤټس ایسوسی ایشن بايد د ټولو سكولونو سره سره هيواد كښې موجودو مدرسو ته ورسي او د مدرسو ماشومان بايد د دې پوهې او ټيكنالوجي څخه خبر كړي۔ ده ووئيل اسكاؤټس ښه او مناسب اقدامات كوي۔ ده د غونډې په مهال د اسكاؤټس ټاكنو ، ذرائع آمدن په اړه هم پوښتنه وكړه۔ چیف اسكاؤټس كمشنر پاكستان بوائے اسكاؤټس ایسوسی ایشن سرفراز قمر ډاهه صدر ته ووئيل اسكاؤټس ته دې د ټیكنالوجی پوهه ښودل هم شامل كړے شي۔ ده ووئيل اسكاؤټس هم د وزیراعظم په وژن عمل كولو سره سرسبز وشاداب پاكستان مهم كښې برخه اخلي۔ده ووئيل سږ كال به مونږ په هيواد كښې 15 لكهه بوټې نالوو او راروان كال به دا شميره يو په دوه كولې شي۔ ده ووئيل دا مهال 7 لكهه 50 زره اسكاؤټس خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل تير كال ستمبر كښې ټاكنې شوي ، مونږ له وفاق او صوبائی حكومتونه ګرانټ راكوي او دې نه ځانله هم مونږ د آمدن ذريعې لرو۔

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں