د سندھ نه علاوه د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان پشمول ټولو صوبو په يوه خله د وزيراعظم سوچ مخ په وړاندې بوتللې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد ۔ 15 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د قومي رابطه كمېټۍ غونډه كښې په 98 فيصده چارو ټولې صوبې اتفاق لري ۔ د سندھ نه علاوه د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په شمول ټولو صوبو په يوه خله د وزيراعظم سوچ مخ په وړاندې بوتللې۔ د سندھ حکومت د مشاورت نه غېر تر ټولو وړاندې لاك ډاؤن وكړو او د دې باوجود سندھ كښې د كورونا وائرس مصدقه كېسونه ٬ د كورونا وائرس په وېنټيلېټر د پرتو او مړو شوو شمېره هم او د كورونا وائرس خپرېدل د نورو صوبو په مقابل كښې زيات دي ۔ وفاقی حکومت د سندھ وګړي بې آسرې او د سندھ حكومت په رحم او كرم نشي پرېښودلي۔ دې د پي ټي آئي سندھ صدر عليم عادل شېخ سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ دې ووئيل کرونا وائرس سره د تړلو چېلنجونو په اړه قومي بيانيه او قومي تګلاره وضعه كړې شوې ۔ د دې تګلارې محور دا دے چې د كورونا خپرېدو مخنيوي له دې وفاق او صوبې په حفاظتي تدبيرونو عمل وكړي او د كورونا خپرېدل محدود كولو له دې اولسي شعور بېدا كړې شي چې دا رنځ علاج نه لري او يوازنې علاج ئې احتياط دے۔ دې ووئېل د وزيراعظم ٬ قومي رابطه كمېټۍ او حكومتي ادارو لخوا وئيلې شوي چې د خپلې صوبې په ګټه صوبائي حكومتونه د خپلې خوښې پرېكړې كولې شي۔ خاص مرستيالې ووئيل د سندھ وزيراعلې د ميډيا په سكرين د خلقو د مرګونو خبره كولو سره دا ثابته كړې چی هغه حقيقي لارښود نه دے ولې چې لارښود خو تل قوم له همت او حوصله وركوي او قوم لارښود څخه هيله لري چې هغه به په هر حال كښې زمونږ مسيحا شي او مونږ به د ستونزو نه خلاص كري ۔ خاص مرستيالې ووئيل دغه وزيراعلې تل هغه پالېسۍ جوړې كړي او ګامونه ئې پورته كړي كومو سره چې يوازې ايليټ كلاس ته ګټه رسېدلې ۔ دې ووئيل د سندھ وزيراعلی صوابديدي اختيارات ضرور لري ولې هغه ذمه وارۍ هم لري۔ هغه دا چې د لاك ډاؤن ځپلي د لوږې ٬ بې وزلۍ او بېروزګارۍ څخه څنګهاوساتي۔ دې ووئيل وفاق د سندھ حكومت هر ډول ممكنه مرسته كولو له چمتو دے۔ اېمرجنسی کېش منتقلی پروګرام د ریاست د سوچ عكاسي كوي۔ وزیراعظم عمران خان د دې پرګرام د لارې ستونزو سره د مخ اولس په زخمونو پټۍ اېږدي۔ د پی ټی آئی صوبائی صدر حلیم عادل شېخ ووئيل ایدھی سېنټر د 400 مړو روغتونو يا د كورونو څخه د پورته كولو اعتراف كړے ۔ د کراچۍ د يو روغتون مشر دا وئيلي دي چې 225 كسان روغتون ته رسېدو نه وړاندې يا د درملنو په مهال په حق رسېدلي۔ دا شمېره لويو خطرو پلو اشاره كوي۔ ده ووئيل د لاك ډاؤن پرېكړې نه وړاندې د مشاورت نه كولو په سبب نن دا نتيجې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د کېش اېمرجنسی منتقلی پروګرام تر سېوري لاندې تر دې دمه 29 اربه روپۍ 24 لكه كسانو له وركړې شوي۔ په دې كښی د سندھ 8 لکه 71 كسانو ته د كورنۍ په سر 12 زره روپۍ وركړې شوي۔ ده ووئيل د سندھ حكومت د صحت كلن بجټ 140اربه روپۍ دے او د تېرو لسو كلونو څخه په سندھ د پيپلز پارټۍ حكومت دے۔ نو اوس چې كوم هم صورتحال دے د دې ذمه وار د پيپلز پارټۍ قيادت دے۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں