اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی) احساس ایمرجنسی كیش پروګرام لپاره تر شورو ورځې 30 لكه 44 زره 60 اېس اېم اېس راغلي۔ وزیر اعظم د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ خاص مرستيالې ډاكټرثانیه نشتر په دې لړ كښې اسلام آباد كښې خوارې كښو سره احساس ایمرجنسی كیش پروګرام په اړه خبرې وكړې او د هغوي مسئلې ئې واوريدلې۔دې په پروګرام كښې د خوارې كښو شمولیت باوري كولو لپاره د رضاكارو مرستې اخستو پريكړه وكړه دغسې چې مستحقینو لپاره په 8171 د هغوي د شناختی كارډ لمبر اېس اېم اېس كړې دغسې چې زيات مستحق كسان دې پروګرام څخه استفاده وكړي۔ ډاكټر ثانیه نشتر په دې موقع په خپلو خبرو كښې خبرو كښې ووئيل احساس كیش پروګرام د پاكستان د تاریخ تر ټولو لوئ امدادی پیكج دے چې ترمخه به ئې يو كروړ 20 لكه كورنيو لپاره 12000 روپۍ د يوې كورنۍ په سر وركولې شي۔ سركاری ملازمان او خپل ګاړي لرونكې دې پروګرام څخه استفاده نه شي كولې۔ د پروګرام ترمخه د روپو وركولو د مركزونو شميرې به زياتولې شي دغسې چې د وګړو ګنه نه جوړيږي۔ يو ځل وركړې كيدونكې دا مرسته هغه كسانو لپاره ده د كومو معاشی حالات چې د كرونا وائرس له امله ځپلې شوي دغسې چې هغوي په دې خپل كور له راشن واخلي۔ دا پروګرام د زيات حاجتمندو لپاره دے۔په دې لړ كښې چې چا ته كومه هم مسئله وي په ټال فری لمبر080026477 رابطه كولې شي۔ دې ووئېل په میسج كښې خپل 13 هندسې قامی شناختی كارډ لمبر ليكلو سره په 8171 ميسج كړې۔ احساس كفالت پروګرام لرونكو ميرمنو له هم څلورو مياشتو لپاره 12 زره روپۍ په يو ځائې وركولې شي۔ مستحقو كسانو له به د بائیو میټرك شناخت نه پس روپۍ وركولې شي او دې لپاره سیل پوائنټس مقرر كړې شوي۔ دې ووئېل نادرا او شراكتی بانكونو په مرسته ټولې ادائيګۍ به د بائیومیټرك تصدیق د لارې كولې شي