قامي رابطه کميټۍ پرون د 17 پروازونو د بحالۍ منظوري وركړې، زمونږ وړومبنۍ ايسار پاكستانيان هېواد ته راستنول دي۔ مخدوم شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي قامي رابطه کميټۍ پرون د 17 پروازونو د بحالۍ منظوري وركړې، زمونږ وړومبۍ ترجيح په ټرانزټ كښې ايسار پاكستانيان هېواد ته راستنول دي۔ د زيارت په ورځ ګرده نړۍ كښې هېواد ته د راستنېدو په طمعه د پاكستانو وګړو راستنولو په اړه خپل بيان كښئ ده ووئيل زيات پاكستانيان هېواد ته راتلل غواړي۔ ده ووئيل زمونږ دوېمه ترجيح د ويزه ختمېدو پاكستانيانو ته او درېمه ترجيح مو بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان او هېواد ته د راستنېدو په انتظار زده كوٶنكي بېرته راوستل دي۔ ده ووئيل د څلورم نه تر 11م اپرېل د نړيوالو پروازونو د شېډول اعلان شوې۔ ده ووئيل ټول مسافر به د كرونا ټېسټنګ نه تېرول وي او دې لپاره مونږ خپل د ټېسټنګ او قرنطينه استعداد زياتوٶ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په پروټوکول به بشپړ عملدرآمد كول وي نو د كراچۍ لپاره به هم پروازونه پرانستلې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں