روژې مباركه كښې اجتماعی عبادات كولو په اړه متفقه پالیسۍ جوړولو لپاره مشاورتې غونډه نن كيږي،د مذهبی چارو وزارت

image

اسلام آباد 17 اپریل (اے پی پی) د روژې مباركې مياشت كښې تراویح ، اعتکاف او د جمعې مونځ پشمول نور لمونځونه جومات كښې د كولو په اړه ټول هيواد لپاره متفقه پالیسی جوړولو لپاره به مشاورتی غونډه (نن) د خالي په ورځ ایوان صدر كښې كيږي۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د غونډې مشري به صدر ډاکټر عارف علوی کوي۔ په غونډه كښې به د ټولو مسلکونو جیّد علماء كرام او دینی او سیاسی قیادت اعتماد كښې اخستلې شي۔ غونډه كښې به صوبائی ګورنران او د آزاد کشمیر صدر د ویډیو لنك د لارې ګډون كوي۔ وفاقي وزير پیر نورالحق قادری ، د كورنيو چارو وزير اعجاز شاہ، د قامې روغتيا ډاکټر ظفر مرزا او د اسلامی نظریاتی کونسل چیئرمین به د صدر ډاكټر عارف علوي معاونت کوي

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں