د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود خبري كنفرنس

image
APP06-14 ISLAMABAD: May 14 – Federal Minister for Education Shafqat Mahmood addressing a press conference in PID. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د وفاقي تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د انم او يوولسم جماعت زده كوٶنكي به وړاندې جماعت ته پروموټ كولې شي، د يوولسم او دولسم جماعت په يو ځاے امتحان وركوٶنكو زده كوٶنكو لپاره به حاض امتحانونه په ستمبر او نومبر كښې كېږي، د يوولسم جماعت د نتيجې نه نامطمينه او چې د كومو زده كوٶنكو د يوولسم نتيجه نه وي او په او يو څو مضمونونو كښې د امتحانونو خواهشمند زده كوٶنكي به هم په خاص امتحانونو كښې برخه اخستې شي۔ د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته وفاقي وزير ووئيل په خاص امتحانونو كښې برخه اخستونكي زده كوٶنكي دې د جولائي تر وړومبۍ نيټې خپل اړوند تعليمي بورډ خبر كړي، د خاص امتحانونو كولو پرېكړه به هم د وخت او حالاتو د جاج اخستو سره كولې شي۔وفاقې وزير شفقت محمود ووئيل د زيارت په ورځ په رابللې شوې غونډه كښې د تعليم ټول صوبائي وزيران رابللې شوې وو او ټولې پرېكړې په اتفاق رائے او مشاورت سره شوي، د ماشومانو د صحت به خاص خيال ساتلې شي۔ ده ووئيل د كومو زده كوٶنكو چې د انم او يوولسم نتيجه موجود ده ھغوي لسم او دولسم جماعت ته پروموټ كړې شوي۔ د د دې ماشومانو د تېر كال لمبرې به شمېرلې شي ، زياتره دا ليدلې شوي چې د انم جماعت په مقابل كښې د لسم نتيجه زياته ښه وي او دې لپاره دا پرېكړه شوې چې د لسم لمبرې به درې فيصده زياتې وي۔ څلوېښت فيصده مضمونونو كښې فېل زده كوٶنكو ته به پاسنګ ماركس وركولې شي۔ د يوولسم او دولسم په يو ځاے امتحان وركٶنكو زده كوٶنكو لپاره به خاص امتحانونه كولې شي كوم چې به په ستمبر او نومبر كښې كېږي۔ ده ووئيل د يوولسم جماعت د نتيجې نه نامطمينه او چې د كومو زده كوٶنكو د يوولسم نتيجه نه وي راغلې او په او يو څو مضمونونو كښې د امتحانونو خواهشمند زده كوٶنكي به هم په خاص امتحانونو كښې برخه اخستې شي۔ وفاقي وزير زده كوٶنكو ته حكم وكړو چې په خاص امتحانونو كښې برخه اخستونكي زده كوٶنكي دې د جولائي تر وړومبۍ نيټې خپل اړوند تعليمي بورډ خبر كړي۔ ۔ د پوهنتونونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل مونږ نه غواړو چې د پوهنتونونو په معاملو كښې لاس وهنه وكړو ، په دې لړ كښې پرېكړه كولو لپاره مونږ اېچ اي سي ته امر كړے چې اېچ اي سي د پوهنتونونو سره په ګډه پرېكړه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں