اسلام آباد 19 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي وفاقی كابینې د نړيوال معیار خذمات او آسانيو وركولو لپاره د هوائي ميدانونو انتظامات شخصی څانګې ته د وركولو په اړه د هوا بازۍ وفاقی وزیر په مشرۍ كښې كمیټی جوړه كړې ، تر 30 جون به قانونی تګلاره وضع كړې شي، د صوبو ترمينځه د اوبو منصفانه وېش لپاره ټیلی میټری نظام وضع كولې شي، د زراعت څانګې لپاره خاص پیكج منظور كړے شوے، وزیراعظم د غیر قانونی بھرتیو په اړه ټولو وزارتونو څخه په يوه اوونۍ كښې راپور غوښتې ، میډیا كارمندانو ته به د اختر نه وړاندې د تنخاګانو وركولو لپاره د میډیا هاؤسز واجبات په سمدستي توةګه د جاري كولو سپارښټنه شوې، شهباز شریف احتساب څخه بچ كيدو لپاره د نوو ټول ټاكنو ډنډورې له ناكامه هڅه كوي، اولس نور د هغوي په فرېب كښې نه راځي، حكومت به خپله آئینی موده تر سره كوي، څوك به هم د احتساب عمل څخه تيښتې ته پرې نه ښودلې شي،د كابینې په غونډه كښې 27 وزارتونو كښې د غیر قانونی بھرتیو په اړه تفصیلات وړاندې كړې شوي، وزیراعظم د نورو وزارتونو د اړخه په تفصیلات نه وړاندې كولو د خفګان څرګندونه كړې ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقی كابینې غونډې نه پس ميډيا ته بریفنګ كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم د اختر څخه وړاندې د ميډيا كارمندانو له د تنخا وركولو لپاره میډیا هاؤسز ته د وركړې كيدونكو ادائيګو په اړه پوښتنه كړې ۔ ده ووئيل وزیراعظم عمر له د ټولنې كمزورو او غریبو طبقو خيال ساتلې۔ ده ووئيل حكومت د خبريالانو او كارمندانو د ستونزو څخه خبر دے ، هغوي له به د آختر څخه وړندې تنخاګانې وركړې شي،په دې لړ كښې به هيڅ ډول بې غوري اونه زغملې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كابینې په غونډه كښې د هوائی ميدانونو د آؤټ سورس كولو په معامله غور شوے ، په دې اړه پريكړه وشوه چې به هوائي ميدانونو د نړيوال معیار خذمات وركولو لپاره به د نړيوال معیار او تجربه لرونكې فرمز خذمات ترلاسه كولې شي۔ په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د هوائي ميدانونو انتظامات شخصی څانګې له وركولو په اړه تر 30 جون به قانونی تګلاره وضع كولې شي او په دې لړ كښې وفاقی وزیر غلام سرور خان په مشرۍ كښې يوه كمیټی هم جوړه كړې شوه كومه به چې د هوائي ميدانونو آؤټ سورسنګ زر تر زره ترسره كولو له كار كوي۔په غونډه كښې د سیكورټیز اینډ ایكس چینج كمیشن د بورډ مشر لګولو منظوری هم وركړې شوه، اېس مسعود اختر د بورډ نوے چیئرمین جوړ كړے شو دغسې پخوانې چیئرمین خالد مرزا د بورډ ممبر جوړ شوې۔ ده ووئيل كابینه كښې د صوبو ترمينځه د اوبو د وېش تګلاره باندې هم غور وشو، حكومت د اوبو د وېش نظام سپيځلې كول غواړي خو د بده مرغه ځينې حلقو د سیاست په وجه په دې عمل نه دې شوے، وزیراعظم په دې لړ كښې واضح هدایات جاری كړي۔ وفاقی وزیر ووئېل وفاقی كابینې د اسلام آباد هیلتھ كیئر كمیشن بورډ د ممبرانو هم منظوري وركړې ۔ په غونډه كښې د ای سی سی د 13 مئی پريكړو منظوري هم وركړې شوه ۔ د اطلاعات وفاقی وزیر ووئيل كابینې د لائن آف كنټرول ميشته ځپلو لپاره ریلیف پیكج هم منظور كړے۔ ده ووئيل كابینې د زرعی څانګې سبسډی پیكج منظوري هم وركړه چې ترمخه به ئې آزاد كشمیر له د غنمو اخستو لپاره د حكومت د اړخه معاونت هم شامل وي، دغسې د زرعي څانګې په معیشت كښې د اهمیت ترمخه د سرې اغستو په لړ كښې د 37 اربه روپو سبسډي ، په زرعي قرض سود وركولو لپاره نزدې 9 اربه روپۍ ، او نور زرعي مداخل لپاره سبسډی وركړې شوې ۔ وفاقې وزير شبلی فراز د شهباز شریف په يوه مركه غبرګون كښې ووئيل څومره بد قسمتي ده چې يو داسې كس په كوم چې د خپل ذات او د هغه په كورنۍ د بدعنوانۍ سنګین الزامات لګېدلي، په خپل ځان د لګيدلو تورونو ځواب وركولو په ځاے د نوو ټاكنو ډنډوره كوي۔ ده ووئيل اولس د هغوي د اصلیت څخه خبر دے او نور به اولس د هغوي په فرېب كښې نه راځي۔ وفاقی وزیر ووئيل شهباز شریف احتساب څخه بچ كيدو لپاره د نوو ټاكنو ډنډوره كوي۔ ده ووئيل پاكستان تحریك انصاف له اولس د احتساب په نامه ووټ وركړے، اولس وزیراعظم عمران خان ټاكلې دے او په هغه ئې باور كړے، حكومت به خپله آئینی موده پوره كوي۔ ده ووئيل مونږ هيواد مخ په وړاندې بوځو او هغوي هيواد ته زيان رسول غواړي، د شهباز شریف د اپوزیشن لیډر چوكۍ نه ده خوښه، هغه بس اقتدار غواړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كورونا وائرس له امله د ټولې نړۍ معیشتونه ځپلې شوي،اوس نړۍ د وړاندې غوندې نه ده، وزیراعظم عمران خان د جی 20 په غونډه كښې د غريبانانو هيوادونو قرض كښې رعایت لپاره غږ پورته كړے او دغې نه پس ځينې هيوادونو ته په قرض كښې د نرمی كولو آسانۍ ترلاسه شوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كابینه كښې په ای سی ایل كښې د چا نامه به اچولو بحث نه دې شوے خو د اقتدار څخه وېستلو نه پس نورو هيوادونو ته د تللو نه پس د مزې كوونكو څخه به انصاف كولې شي او هغوي به تيښتې ته پرې نه ښودلې شي۔ د چینو انكوائری كمیشن فرانزك راپور په اړه ده ووئيل دغه راپور به اولس ته په ډاګه كولې شي، اولس مونږ له د سپيځلې احتساب په نامه ووټ راكړے دوي به نه مایوسه كوو۔