اسلام آباد۔ 12 اپرېل (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان سره د خزانې صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ ملاقات وكړو او ده ته ئې بزنس كميونټي له د معاشي پېكج او احساس كېش ټرانسفر پروګرام په شمول په نورو چارو بريفنګ وركړو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د خزانې صلاحكار وزيراعظم په جامع معاشي پېكج د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو د كوم اعلان چې حكومت د بزنس کمیونټی ، اېس اېم ایز او د اولس مرستې له كړې دې په كوم كښې چې په خاص توګه د قرضونو ځنډولو ٬ په نوؤ قرضونو د سبسډي رسنې ٬ د ټېکس ریفنډز د لارې د نقد رقم منتقل كولو او د سماجي تحفظ احساس کېش ټرانسفر پروګرام ته خاص پام ګرځولې شوې دې۔