د وزیراعظم د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ خاص مرستياله ډاكټر ثانیه نشتر

image

اسلام آباد 07 اپریل (اے پی پی) احساس ایمرجنسی كیش پروګرام په لړ كښې تر نهې ورځ ترلاسه شوي اېس اېم اېس 3 كروړه 86 لكه 56 زره 837 ته رسيدلې، ایمرجنسی كیش امداد مستحقو كسانو شناختی كارډ لمبر په 8171 اېس اېم اېس كولو سره د پروګرام څخه استفاده كولې شي۔ د وزیراعظم د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر وئيلي دي احساس ایمرجنسی كیش پروګرام د پاكستان د تاریخ لوئ سماجی تحفظ پروګرام دے چې د لارې به ئې 1كروړ 20 لكه څخه زياتو كورنيو له مالی مرسته وركولې شي او 12000 روپۍ به يوې كورنۍ له وركولې شي۔ دې ووئېل د پروګرام بجټ 150 اربه روپۍ دے۔ پروګرام كښې د مستحقو كسانو شاملولو له قواعد او ضوابط باندې عمل كولې شي۔ احساس ډیجیټل پیمنټ سسټم لري ۔دې ووئېل ۔ د تيرو 5 ورځو څخه دا عمل روان دے او په دې لړ كښې به وړومبې فهرست ډير زر جاري كړې شي او دې نه پس به د روپو وركولو سلسله پيل كړې شي

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں