اسلام آباد 19 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم غريبۍ ختمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر د كیټګری 4 احساس ایمرجنسی كیش مستحقینو لټولو او د روپو وركولو بشپړه تګلارې په اړه يو وضاحتی ویډیو ټویټ كړې۔ دې څخه وړاندې په 3اپریل 2020 ډاكټر نشتر احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه 1 نه تر 3 كیټګری مستحقينو له د ادائیګی په اړه وضاحتی ویډیو ټویټ كړې ؤه ۔ دغې ویډیو كښې د مستحقو كسانو په ګوته كولو، اېس اېم اېس كمپائن ، د ډیټا تجزیات، د ضلعې په كچه د توثیق تګلار ، د پروفائلنګ معیار، ادائیګۍ او د نغد پروګرام ترمخه د مسائلو وضاحت شوے ؤ۔ د 9 اپریل 2020 نه پس د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه ټول هيواد كښې كیټګری 1نه تر 3 87 ملیونه څخه زياتو مستحقو كورنيو له 8.106 اربه روپۍ وركړې شوي۔ سپيځلتيا باوري كولو لپاره په احساس انفارمیشن پورټل صوبائي، ضلعو او د تحصیل په كچه كیټګری 1 نه تر 3 په حقله معلومات آن لائن موجود دي۔۔ دې پورټل ته د دې لنك https://www.pass.gov.pk/ecs/uct_all.html د لارې رسنه ترلاسه كيدې شي۔ وزیر اعظم كورونا فنډ د لارې احساس ایمرجنسی كیش ترمخه ادائیګۍ په اړه ډاكټر نشتر ووئيل د كورونا له امله د لاك ډاوَن په وجه ځپلې شوو 6 ملیونه بې روزګاره كسانو لپاره كیټګری 4 معارفي كړې شوے۔ كیټیګری 4 لپاره فنډز وزیراعظم كورونا ریلیف فنډ څخه وركولې شي او وزیراعظم لوظ كړے چې د ډونر د اړخه يوه روپۍ په عطيه كولو به حكومت 4 روپۍ ورسره خپلې ملګرې كوي۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم په 2 مئی دې كیټګری لپاره درخواستونه غوښتې وو