وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف د مذهبي چارو سېكتر پير سيد حبيب عرفاني او د علماﺀ كرامو ملاقات

image
APP58-20 ISLAMABAD: May 20 - Central Secretary Religious Affairs PTI Pir Syed Habib Irfani along with Ulema called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد ۔ 20 مئی (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف د مذهبي چارو سېكتر پير سيد حبيب عرفاني او علماﺀ كرامو ملاقات كړے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم سره ملاقات كوؤنكو كښې پیر سیّد اسرار الحق نظامي ، پیر توصیف النبی مجددي ، علامه عظمت حسېن شاہ او علامه محمد اصغر شامل وو۔ ملاقات كښې د كورونا وائرس روانه وضعه كښې د علماﺀ كرامو په كردار او په خاص توګه اولس كښې د حفاظتي تدبيرونو خپلولو په اره د علماﺀ كرامو په كردار د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال جوماتونو ٬ دربارونو او خانقاګانو په چارو او د غوره انتظام په اړه هم خبرې وشوې۔ د علماﺀ كرامو لخوا بېل وړاندېزونه وزيراعظم ته وړاندې كړې شول۔ وزیرِاعظم علماﺀ كرامو سره خبرو كښې ووئيل د كورونا وائرس حوالې سره اولسي شعور بېدارولو او د اولس احتياطي تدبيرونو خپلولو پلو تشويق كولو كښې د علماﺀ كرامو كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئيل حكومت په هره مهمه معامله علماﺀ كرامو اومشائخو څخه لارښودنه ترلاسه كړې او د علماﺀ كرامو مشاورت او لارښودنې سره د چارو مخ په وړاندې بوتللو باور لري

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں