د وزیراعظم عمران خان کوویډ 19 صورتحال په اړه غونډې ته وينا

image

اسلام آباد 16 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د عامو وګړو د ستونزو احساس لرلو په سبب محدودو کاروباري هلو ځلو اجازه وركړې ، سماجی فاصلې باوري كول د ټولو ذمه واري ده ٬ کورونا وائرس په اړه سمه ډیټا او معلومات ته دې پام لرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د زيارت په ورځ خپله مشرۍ كښې د کوویډ 19 صورتحال په اړه غونډې ته وينا كښې وكړه۔په غونډه كښې د اقتصادی چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار، د نیشنل فوډ سیکورټی وزير سید فخر امام، د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر، د كورنيو چارو وزير اعجاز احمد شاہ، خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، خاص مرستيال ډاکټر معید یوسف، خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرا ٬ فوکل پرسن ډاکټر فیصل سلطان او نورو سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر غونډې له د نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر غونډې په اړه بریفنګ وركړو۔ د روغتيا خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا او فوکل پرسن ډاکټر فیصل وزیرِ اعظم له په هيواد كښې د کورونا وائرس په اوسني صورتحال، ټریکنګ، ټیسټنګ او قرنطینه ته د منتقلې په اړه په تګلاره او نورو چارو بریفنګ وركړو۔ د این ډی اېم اے چئیرمین د کورونا وائرس مخنيوي په اړه حفاظتی انتظامات او په خاص توګه په روغتونونو كښې حفاظتی سامان ترسیل په اړه وزيراعظم خبر كړو۔ د این ډی اېم چئیرمین ووئيل د حفاظتی سامان دريم کھیپ به سبا صوبو ته ليږلې شي۔ په غونډه كښې د روژې مياشت ترنظره ساتلو سره د کورونا وائرس مخنيوي په اړه په تګلاره غور اوشو۔ وزیرِاعظم غونډې ته ووئيل کورونا وائرس په اړه درست ډیټا او معلومات ته دې خاص پام لرنه وكړې شي دغسې چې په صحیح شميره اډانه د ډیټا په بنیاد تګلاره خپله كړې شي۔ ده ووئيل د مړو په اړه دې دا خبره باوري كړې شي چې دا د كورونا له امله مړ شوے يا د څه نورې ناروغۍ له امله مړ۔ وزیرِ اعظم ووئيل د عامو وګړو ستونزې تر نظره ساتلو سره حکومت د محدودو کاروباری هلو ځلو اجازه وركړې خو په دې لړ كښې ضروری ده چې ټول د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي او تر څو چې ممكن وي سوشل ډسټنسنګ (سماجی فاصلې) باوري كړې شي۔ ده ووئيل چرته چې زيات وګړي راجمع كيږي هلته دې ماسك او نور تدابیر اختیار کړې شي دغسې چې د وائرس ترسیل تر ممکنه حده مخنيوې وكړې شي۔ وزیر اعظم سپارښتنه وكړه اولس له د احتیاطی تدابیر په اړه دې نه يواځې ترغیب وركړې شي بلكه د خبرتيا يو تفصيلي كمپائن دې اوچلولې شي۔ په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه اسلام آباد كښې په 250 كټونو مشتمل اېف ډبلیو او د اړخه جوړ د وبائی رنځونو روغتون او قرنطینه سنټر په ډول دې د هيواد په نورو برخو كښې هم دغسې سنټرز جوړ كړې شي۔ وزیر اعظم غونډې ته ووئيل د کورونا وباﺀ په ضد روان دې جنګ كښې ټول قام ډاکټرانو، پیرا میډکس او نور میډیکل سټاف خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كوي كوم چې د دې وباﺀ په ضد د وړومبي صف په توګه خپل خذمات ترسره كوي۔ وزیرِ اعظم ووئيل کورونا چیلنج مخنيوي لپاره میډیا په زړه پورې كردار لري چې ورسره نه يواځې درست معلومات اولس ته رسيږي بلكه د منفی او غلط پراپیګنډې مقابلې كولو له هم كردار ترسره كوي ۔ وزیرِاعظم ووئيل ډير زر به د علماﺀ کرامو سره ملاقات وكړم دغسې چې د علماﺀ کرامو په لارښوونه كښې د روژې مياشت په اړه تګلاره جوړه كړې شي

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں