سرمايه كارو لپاره د منظورۍ عمل آسان كړئ۔ په حكومتي اجازت نامو او نورو اړوندو كارروائيو كښې بې ځايه تاخير چې ونه كړے شي۔ د وزيراعظم عمران خان سپارښتنه

image
APP62-12 ISLAMABAD: November 12 - Prime Minister Imran Khan speaking at the launching ceremony of Naya Pakistan Certificates. APP

اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان معیشت لپاره د تعميراتي هلو ځلو اهميت رامخې ته كولو سره وئېلې دي سرمايه كارو لپاره د منظورۍ عمل آسان كړئ۔ په حكومتي اجازت نامو او نورو اړوندو كارروائيو كښې بې ځائيه تاخير چې ونه كړے شي۔ دا خبره هغه د زيارت په ورځ د هاؤسنګ قومي رابطه كمېټۍ اونيزې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د اطلاعات وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن ٬ خاص مرستيال شهباز ګل ٬ وفاقي او صوبائي سېكترانو او سينئر چارواكو ګډون كولو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې غونډې ته ووئيل شول تعميراتي منصوبو ته د ګاز او برېښنا زر تر زره رسنې تګلاره وضعه كړئ۔ غونډې ته ووئيل شول اسلام آباد ٬ لاهور، کراچۍ، کوئټه، نوښار او نورو ضلعو كښې د مېپنګ كار روان دے دې سره به د زمكې اصل ملكيت ثابت شي او د غېر قانوني قبضو او تجاوزاتو ختمولو لپاره به مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې سرمايه كارو لپاره د منظورۍ عمل آسان كړئ۔ په حكومتي اجازت نامو او نورو اړوندو كارروائيو كښې دې بې ځايه تاخير ونه كړے شي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د تعميراتي هلو ځلو زياتېدو سره به معاشي سرګرمۍ ګړندۍ شي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت سرمايه كارو لپاره په هره څانګه كښې آسانۍ رامخې ته كولو پلو خاص پام ګرځولے

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں