په عرب هېوادونو كښې د پاكستانيانو مسائلو حل كولو تهة پام لرنه كوو ٬ ځينې هېوادونو كښې د بنديوانو او بې روزګاره شوو وګړو وطن ته راوستلو لپاره هم هڅې كوٶ۔ د طاهر اشرفي ميډيا سره خبرې

image

لاهور 08 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال او د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي په عرب هېوادونو كښې د پاكستانيانو مسائل حل كولو ته پام لرنه كوو ٬ ځينې هېوادونو كښې د بنديوانو او د بې روزګاره شوو وګړو وطن ته راوستلو لپاره هم هڅې كوٶ٬ وزيراعظم اسلامي هېوادونو سره د اړيكو مضبوطيا او روابطو لپاره په ذاتي توګه هڅې كوي٬ د اسلامي نړۍ مسئلو حل په وحدت او اتحاد كښې پروت دے۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د مسلكونو ترمېنځه روادارۍ او د مذهبونو ترمېنځه مكالمه په لومړو ترجيحاتو كښې شامله ده۔ ده ووئيل د اسلامو فوبيا خاتمه غواړو، يو مذهب د انتها خوښۍ او ترهګرۍ ملاتړ نه كوي۔ ده ووئيل سعودي سره د پاكستان اړيكې زياتې قوي دي۔ ده ووئيل اسلامي هېوادونه په كورنۍ توګه اړي ګړي سره د مخ كولو د لارې كمزورې كړے كېږي۔ ده ووئيل پاكستان ټولو اسلامي هېوادونو سره قوي اړيكې لري۔ ده ووئيل د پاكستان اسرائيل په اړه موقف واضح دے٬ مونږ مظلومو كشميريانو او فلسطينانو سره ولاړ يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان په افغانستان كښې امن لپاره هڅې كوي چې نړۍ ئې ستائنه كوي٬ مونږ د طالبانو او افغان حكومت ترمېنځه د مذاكراتو لاره هوارولو له هڅه كړې اخو اوس دا د افغان مشرانو ذمه واري ده چې په ګډه د مسائلو حل ولټوي۔ده ووئېل د افغانستان امن د پاکستان امن دے، د پاکستان سياسي او عسکري قيادت د افغانستان امن لپاره مهم كردار لوبولے۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله ټولو اسلامي هېوادونو سره په تماس كښې يو ۔ طاهر اشرفي ووئيل د كشمير او فلسطين په مسئله د اسلامي مذهبي او سياسي مشرانو كنفرنس به په پاكستان كښې رابللے شي۔

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں