د نواز شريف او آصف زرداري ناروغتيا يو سبب لري۔ قام ته نوره دھوكه اوس وركول كېدې نه شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ټويټ

image

اسلام آباد۔10اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د نواز شريف او آصف زرداري د ناروغتيا سبب يو دے۔ قام ته نوره دھوكه اوس وركولې نه شي۔ د قام مال خو به بېرته وركول وي۔ د كرپشن د لاسه د هېواد بنيادونو ته د زيان رسولو ځواب خو به وركول وي۔ عمران خان د هېواد دولت لوټ كوؤنكو په اعصابو ناست دے۔ د خالي په ورځ په وېب سائټ ټوئټر خپل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان د هېواد دولت لوټ كوؤنكو په اعصابو ناست دے۔ د قانون سرلوړۍ دعوی كوؤنكې بلاول صاحب دې خپل تره نواز شريف ته ووائي چې عدالت ته وړاندې كېدو سره د قانون د سرلوړۍ عملي ثبوت وركړي۔ ده ووئيل بلاول د هغه كرپټ ورثې نمائنده دې كومې چې د پاكستان بنيادونو ته زيان رسولې دې۔ د پيپلز ګوند د بھټو د وفاقي ګوند نه سيمه ايز ګوند ته د راوستلو كرېډټ بلاول او دده پلار ته ځي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې سوئس اكاؤنټس ډكوونكي او سرے محل جوړؤنكي وكيلانو ته په كوم مخ خطاب كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د قام مال خو به بېرته وركول وي۔ د كرپشن د لاسه د هېواد بنيادونو ته د زيان رسولو ځواب خو به وركول وي۔ ده ووئيل زرداري په اقتدار كښې روغ رمټ او اپوزيشن كښې ناروغه شي۔ د نواز شريف او آصف زرداري ناروغتيا يو سبب لري۔ قام ته نوره دھوكه اوس وركولې كېدې نه شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں