د سودي نظام ختمولو نه غېر هېواد څوكاله كېدې نه شي۔تېرو حكومتونو دې پلو پام لرنه نه ده كړی۔علي محمد خان

image

اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی)د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي 20-2019 لپاره وفاقي حكومت د فاټا ضم شوو ضلعو له 152 اربه 35 كروړه روپۍ بېلې كړي٬د سودي نظام ختمولو نه غېر هېواد څوكاله كېدې نه شي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د مولانا عبدالكبر چترالي د پوښتنې په ځواب علي محمد خان ووئيل د فاټا ضم شوې ضلعې د تقسيمي پول ټېكسز څخه خپله برخه نه ترلاسه كوي٬نوي اېن اېف سي ايوارډ تر مخه نظر په موجوده اېن اېف سي ايوارډ غور روان دے او په خېبرپښتونخوا كښې د پخوانۍ فاټا نه پس د هغې د پرمختګ معامله د 9م اېن اېف سي ايوارډ په ايجنډا پرته ده خو وفاقي حكومت د ضم شوو ضلعو ټول مالي حاجتونه د نوي اېن اېف سي ايوارډ تر اعلان د خپلو وسائلو څخه پوره كوي۔ده ووئيل تر څو چې د سود نظام څخه وتلې نه يو تر هغې مونږ څوكاله كېدې نه شو۔د مدينې رياست جوړولو له به مونږ له د سود نظام څخه وتل وي

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں