نیویارک ۔ 16جنوری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر تجاني محمد باندے سره ملاقات وكړو۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منېر اكرم هم ملاقات كښې موجود وو۔ ملاقات كښې د دواړو لارښودو ترمينځھ په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو موضوعاتو خبرې وشوې۔ د ملګرو ملتونو د كردار ستائنه كولو سره خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د موسمياتي بدلونونو او بې وزلۍ په شمول د بېلو چېلنجونو مقابلې او د تل پاتي پرمختګ شريكو هدفونو ترلاسه كولو له د كوټلې ګامونو په لړ كښې د ملګرو ملتونو كردار ټول عمري مهم او ضروري پاتې شوې دې۔ ده د عمومي اسمبلۍ صدر اولسي خېر ښېګړې له د وزيراعظم عمران خان لخوا پېل كړې شويو خصوصي منصوبو ٬ احساس پروګرام او د قامي روغتيا پروګرامونو څخه خبر كړو۔ خارجه وزير کرپشن ختمولو او لوټ كړې شوي قومي دولت بېرته راوړلو له په نړيواله كچه مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه وزير تجاني محمد باندے ته ووئيل نن مقبوضه كشمير كښې د كرفيو 165 ورځې شوي دي۔ تش لاس كشميرې اولس د ظلم او بربريت نښه جوړولې شي۔ 80 لكه کشمیري وګړي هندي ظلم او زياتي څخه خلاصولو له به ملګرو ملتونو او د سېكورتي كونسل په ډول ادارو له خپل مؤثر كردار ترسره كول وي۔ خارجه وزير ملاقات كښې منځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو له د پاكستان لخوا په روانو هڅو هم رټا واچوله