د كشمير كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام ټي وي چينل سره خبرې

image

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي)د كشمير كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان ولوله لرونكې مشرۍ كښې به د كشمير كشاله هواره شي٬د ملګرو ملتوتنو په سلامتي كونسل كښې د كشمير په اړه غونډه د پاكستان سفارتي بريا ده٬په نړيواله كچه د هندي حكومت فاشسټ٬نسل پرست او د انتهاخوښۍ څيره نړۍ ته په ډاګه شوې٬هند په مقبوضه كشمير نوره قبضه په ځاې نه شي ساتلې٬نړيوالې ورورورولۍ د پاكستان د بيانيې تائيد كړی چې كشمير د هند كورنۍ مسئله نه ده٬هند نړۍ ته په دې باور وركولو كښې ناكامه راغلې چې كشمير د هغوي كورنۍ معامله ده٬هند له په هر نړيوال فورم ماتې وركړی شوي ۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې سيد فخر امام ووئيل هر پاكستانې كمشيري اولس سره ژوره مينه لري او دغه معامله د كشميريانو هم ده كوم چې پاكستان سره جذباتي مينه لري۔ده ووئيل اوس وخت راغلې جې نړيواله ورورولي د كشمير مسئله د كشميريانو د خوښې له مخې حل كولو لپاره اقدامات وكړي٬جنګ د پاك هند مسئلې حل نه دے بلكې دواړو هېوادونو له د امن او خوشحالۍ لپاره د خبرو اترو د لارې دا مسئله حل كول پكار دي ځكه چې د كشمير بهادر اولس د هغوي جائز حق خود اراديت څخه محروم كولې نه شي۔سيد فخر امام ووئيل موجوده حكومت د كشمير كمېټۍ مضبوطولو لپاره ګامونه پورته كړي٬مونږ په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم په رامخې ته كولو لپاره نړيوال كنفرنسونه كړي

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں