د وزيراعظم عمران خان د پیټروليم منصوعاتو بيعې كمي په اړه د كوټلې تګلارې خپلولو غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 10 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پیټروليم منصوعاتو په اړه د كوټلې منصوبه بندۍ نشتوالې د تېرو واكدارانو د نااهلۍ ښكاره ثبوت دے٬د سباؤن ضروريات لپاره د همكارۍ سره سره جامع تګلاره خپلول پكار دي چې دغسې په ترسيل او متفرق خرڅونو كښې د كمي راوستو سره اولس ته اسانۍ وركړی شي۔ده دا سپارښتنه د نهې پھ ورځ د پیټروليم مصنوعاتو بيعې تعين له په عواملو٬د اوسنې تګلارې او پھ دې حقله د يو منظمې لائحې خپلولو په اړه د غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د توان وزير عمر ايوب٬د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر٬د پېټروليم خاص مرستيال نديم بابر او سينئر افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د پیټروليم منصوعاتو درآمد او د هغې په بيعه كښې د بېلو عواملو او خرڅونو په حقله بريفنګ وركړی شو۔د بريفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيل شول د پیټروليم مصنوعاتو طلب او رسد په حقله تېرو حكومتونو د اړخه مناسبه تګلار خپله كړی شوې او نه ترسيل چې په نتيجه كښې يې د پېټروليم منصوعاتو بيعو كښې زياتوالې شوې او په اولس اضافي بوج پريوتې۔وزيراعظم په دې خبره د تشويش څرګندونې سره ووئيل د تېرو حكومتونو د اړخه غفلت شوې او د دې اثرات په اولس پريوتې۔وزيراعظم ووئيل د پیټروليم مصنوعاتو په اړه د هېواد مجموعي حاجتونو تر سره كولو لپاره وقتي او د لنډې مودې انتظاماتو ته په پام لرنه كولو او په دې لړ كښې ښه منصوبه بندي نه لرلو سره د تېرو حكمرانانو د نااهلۍ ښكاره ثبوت رامخې ته دے۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د هېواد حاجتونه او شرح نمو تر نظره ساتلو سره د سباؤن حاجتونه پوره كولو لپاره ټولو اړوندو محكمو سره همكارۍ له تګلاره وضع كړئ دغسې چې ترسيل او نورو خرڅونو كښې كمې وكړی شي او اولس له آسانۍ وركړی شي

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں