د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس د پاكستان په وړومبې دوره اسلام آباد ته راورسېدو

image

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس د پاكستان په وړومبې دوره اسلام آباد ته راورسېدو. هغه به د پاكستان لخوا د افغان كډوالو په 40 كاله كوربتوب په دوه ورځني نړيوال كنفرنس كښې ګډون كوي. د اتوار په ورځ پاكستان ته په رارسېدو په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم او نورو چارواكو د ده هركلې وكړو. پاكستان ته د روانېدو نه وړاندې د په ټويټر په خپل ټويټ كښې ده ووئيل چې نړيوال امن لپاره د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے. پاكستان په ټوله نړۍ كښې د ملګرو ملتونو د امن په هڅو كښې مستقل او پائيدار كردار لرونكې هېواد دے. ده ووئيل چې هغه د پاكستان سفر كوي چرته به چې هغه امن لپاره خدمات ترسره كوونكي پاكستاني اولس ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي. د پاكستان څلور ورځنې دورې په مهال به د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر اولس مشر ډاكټر عارف علوي، وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قريشي سره ملاقات كوي. د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر به د پارلمان غړو، مېډيا او ځوانانو سره هم ملاقات كوي. هغه به د لاهور او كرتاپور صاحب دوره هم كوي.

مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável
متعلقہ مضامین
مزید خبریں