د اتحادي ګوندونو تحفظات لرې كولو له وزيراعظم د بلوچستان كمېټۍ او بي اېن پي پلاوي سره وليدل٬د بلوچستان په چارو د خيالاتو څرګندونه

image
APP93-19 ISLAMABAD: February 19 - Delegation of BNP (Mengal) meets with the Government committee Federal Minister for Defence Pervez Khattak, Deputy Speaker National Assembly Qasim Khan Suri Senators Dr. Jehanzeb Jamaldini and Agha Hassan Baloch are present in the meeting. APP

اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی) د حكومت اتحادي ګوندونو تحفظات لرې كولو له وزيراعظم عمران خان د جوړی كړی بلوچستان كمېټۍ او بلوچستان نېشنل ګوند(مينګل)پلاوي سره ليدلې دي چې پكښې د بلوچستان چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ملاقات د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري په چېمبر كښې شوې۔د حكومتي كمېټۍ په پلاوي كښې د كمېټۍ مشر دفاع وزير پروېز خټك او د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري شامل وؤ او د بلوچستان نېشنل ګوند مينګل پلاوي كښې د بلوچستان نېشنل ګوندر عمومي سېكتر سناتور ډاكټر جهانزېب جمالديني او د اطلاعات مركزي سېكتر د قائمه كمېټۍ چيئرمېن آغا حسن بلوچ شامل وو۔په ملاقات كښې په شپږ نكاتي ايجنډا خبرې شوي۔په ملاقات كښې د بې دركه كسانو او د ګوادر نه علاوه په نورو نكاتو هم خبرې شوي۔حكومتي ډلې د بي اېن پي مينګل پلاوي له باور وركړو چې په ګوادر كښې د بلوڅو خواري كښو او بهرنو كسانو په اړه به قانون سازي كولې شي٬د ګوندونو قانوني پوهانو ډلې به جوړولې شي٬كوم به چې د قانون سازۍ چارو او ګوادر پورټ آرډيننس 2020 زر جاج اخلي۔د حكومتي كمېټۍ د بلوچستان نېشنل ګوند مينګل تحفظات زر لرې كولو باور وركړی او وئېلې ئې دي اتحادي ګوندونو په هر سخت وخت كښې د حكومت ملګرتيا كړې٬اتحادي ګوندونو سره به مشاورت كوو۔وزيراعظم عمران خان د اتحادي ګوندونو تحفظات لرې كولو لپاره دا كمېټي جوړه كړی او د حكومتي كمېټۍ ټولو اتحادي ګوندونو سره رابطه ده

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں