کراچۍ ۔ 20 اپرېل (اے پی پی) مفتی منیب الرحمن د ګرد پاكستان د جوماتونو امامانو٬ خطيبانو او انتظاميې ته وئيلي دي چې هغوي د پنځه وخته لمونځونو ٬ جمعې لمونځ او د روژې مباركې مياشتې تراويح كښې د صدر لخوا په متفقه توګه د جاري كړې 20 نكاتي ضابطه كار پابندي وكړي ګني د خلاف ورزۍ په صورت حكومت د كارروائۍ كولو اختيار لري۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل كومو ښارونو كښې چې آبادي زياته ده او جوماتونه د سائز په اعتبار سره واړه دي دغلته د عذر په بنياد د جمعې لمونځ د يو ساعت وقفې سره دوه وارې كېدې شي۔ داسې كول د بېړني صورتحال له مخې جواز لري۔ ده د صدر ډاكټرعارف علوي ٬وزيراعظم عمران خان او د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري مننه كولو سره ووئيل دوئي په مشاورت او په غوره ډول دا مسئله حل كړې۔ ده ووئيل زه ټولو علماﺀ كرامو ٬ ټي وي چېنلو او قامي ورځپاڼو ته خواست كوم چې د يو ديني او قومي خذمت په توګه د دې 20 نكاتي چارټر تشهير وكړي۔ ده ووئيل مونږ كراچۍ كښې دا عمل په باقاعده توګه پېل كړے او صدر محترم د يو جومات تصوير ټويټ كړې هم دے۔ دغسې د هر يو جومات دروازې سره دې سینیټائزر كېښودلې شي او د جومات فرش دې د ورځې څو وارې جراثيم وژونكې داروګانو باندې صفا كړې شي۔ده ووئېل شتمند حضرات دې په دې لړ كښې جوماتونو سره مالي مرسته وكړي۔ جوماتونو كښې دې لمونځونه د درۍ او قالين نه غېر په صفا فرش وكړې شي