اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي سپېځلتيا باوري كولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ آئي پي پيز سره اړوند راپور د كابينې غونډې ته وړاندې كړې شوے۔ كابينې د راپور خپرلو پرېكړه كړې۔ د قانون له مخې كمېشن آف انكوائري جوړولې شي۔ کمېشن آف انکوائری فارنزک یا د نورو تحقيقاتو كولو اختيار لري ۔ د اولس د ټېكس پېسه د اولس امانت دے او مونږ اولس ته ځواب وركوؤنكې يؤ۔ د نهې په ورځ ميډيا ته بريفنګ كښې وفاقي وزير ووئيل د قانون خلاف ورزي كوؤنكي بايد معاف نه كړې شي۔ د کمېشن د تحقيقاتو په رڼا كښې به د ذمه وارو تعين كولې شي۔ مونږ غواړو چې د ميډيا ټرائل په ځائې د قانون له مخې پرېكړې وي۔ وفاقی وزیر ووئيل چا هم چې داسې كار كړے د قانون خلاف ورزي ئې كړې هغه به معاف نه كړې شي كولې ۔ دا د متوسط طبقې پېسه ده او داسې كسان به په هېڅ صورت معاف نه كړې شي۔ اسد عمر ووئيل دې ته به نه كتلې كېږي چې په دې كښې شامل څوك دي۔ ده ووئيل په سپېځلي ډول د قانون لوازمات ترسره كولو سره به راپور مرتب كولې شي۔ده ووئيل د اولس د ټېكس پېسه د اولس امانت دے او مونږ اولس ته ځواب وركوؤنكې يؤ۔ ده ووئيل د راپور خپرولو پرېكړه د حكومت د سپېځلتيا د عزم پخلے دے۔ مونږ غواړو چې د اولس پېسه د اولس په ګټه خرڅ كړې شي