د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر وډيو پېغام

image

اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان اولس ته خبردارې وركړې چې هغوي د كورونو څخه غېر ضروري وتلو نه ډډه وكړي ګني غټو جرمانو سره به مخ كړې شي۔ د انسان د ژوند نه زيات قيمتي بل كوم څيز نشته ٬ كه په لاك ډاؤن عمل نه كېږي نو بيا به كرفيو لګول وي۔ ده ووئېل د حکومت لخوا چې كوم احتياطي تدبيرونه ښودلې شوي په هغې دې عمل وكړې شي۔ د ګل په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې ده ووئيل د وزيراعظم په حېث د آزاد كشمير اولس د ځان او مال ساتنه زما ذمه واري ده۔ وګړي دې بازارونو ته غېر ضروري تللو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان سره په ګډه دا پرېكړه شوې چې د مال وړونكو ګاډو په تږ راتږ به هېڅ بندېز نه وي او له دې كبله د ضروري څيزونو به كوم كمې نه رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل اولس دې د عام رنځ يا كورونا وائرس د لاسه د مړو شوو وګړو جنازه كښې ګډون كولو څخه ډډه وكړي ولې چې داسې كولو سره به دوئي له د يو شمېر جنازو اهتمام كول وي۔ ده ووئيل مونږ د آزاد كشمير پاكستان سره تړونكې ټولې لارې بندې كړي ځكه زما خور آزاد كشمير ته راتللې نه شي۔ ده ووئيل اولس چې چرته هم وي هلته دې پاتې شي۔(

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں