پاكستان په كابل كښې په طبی مركز د غیر انسانی او بزدلانه ترهه ګرۍ بريد او ننګرهار كښې په جنازه د ځانمرګې بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد 12 مئی (اے پی پی) پاكستان په كابل كښې په يو طبی مركز د غیر انسانی او بزدلانه ترهه ګرۍ بريد او ننګرهار ولايت كښې په جنازه د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره د هغې په نتيجه كښی په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ خارجه دفتر نه جاري بيان كښې د دې پيښو غندنه كولو سره وئيلي شوي د روژې مباركې په مياشت كښې او په خاص توګه په داسې وخت كښې كله چې افغانستان د كوویډ 19 وبائی رنځ سره مخ دے دا پيښې د افسوس وړ دي۔ پاكستان د ترهه ګرۍ په بريدونو كښې په حق رسيدليو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوي او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا كوي ۔ بيان كښې وئيلي شوي پاكستان په دې سخت وخت كښې د افغان اولس سره ولاړ دے۔ وياندې وئيلي دي پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔ پاكستان به د امناك او مستحكم افغانستان مرسته روانه ساتي

مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں