اسلام آباد 03 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د معيشت پايه روانه ساتل هېواد لپاره ډېره ضروري ده په دې كښې د تعميراتو څانګې كردار ډېر اهم دے تعميراتي څانګې سره تړون لرونكو صنعتونو لپاره به سهولتونه وركول باوري كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ هاٶسنګ٬ تعميرات او پرمختګ لپاره د قامي رابطه كمېټۍ غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر عشرت حسېن، خاص مرستيال ملك امين اسلم، شهباز ګل، سيد ذوالفقار عباس بخاري، وقار مسعود، وفاقي او صوبائي سېتكرانو او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د مركزي بانك ګورنر غونډه خبره كړې چې بانكونو هاٶسنګ او تعميراتو په اړه كښې د دريو مياشتو وركړې شوې هدفونه تر ډېر حده ترسره كړي دي۔ ده ووئيل بانكونو ته په دې لړ كښې مصرف كوٶنكو ته د نورو سهولتونو وركولو هدايات شوې دي۔ ده غونډه خبر كړه د سټېټ بانك د سلو نه زيات چارواكي هر ورځ په بېلا بېلو بانكونو كښې “مسټري شاپنګ” كوي دغسې چې مصرف كوٶنكو ته د ترلاسه سهولتونو په اړه معلومات هم راجمع كړې شي۔ د سي ډي اے چيئرمېن غونډه خبرولو سره ووئيل د آټومېشن په عمل په بيړه كار روان دې او ان شاء الله د دې مياشت تر پائې به دا بشپړ كړې شي د دې عمل په بشپړېدو به اولس د دفترو د غېر ضروري چكرو نه خلاص شي۔ د سي ډي اے چيئرمېن زياته كړې چې په نوې بليو ايريا كښې په 12و كښې د څلور كمرشل پلاټونو نقشې سي ډي اے ته موصول شوې دي او په دې به تعميراتي كار زر پېل شي ۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د معيشت پايه روانه ساتل هېواد لپاره ډېره ضروري ده٬ په دې كښې د تعميراتو څانګې كردار ډېر اهم دے تعميراتي څانګې سره تړون لرونكو صنعتونو لپاره به سهولتونه وركول باوري كول وي۔ ده ووئيل اسلام آباد د پاکستان يواځنې ښار دې كوم چې په بشپړه توګه منصوبه بندۍ سره جوړ كړې شوې دې خو اوس د دې ښكار ښكلا په خرابېدو ده۔ وزيراعظم عمران خان امر وكړو چې په اسلام آباد كښې ګرين ايرياز بچ كولو لپاره دې اقدامات باوري كړې شي