اسلام آباد 23 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كورونا وائرس له امله رامخې ته شوې صورتحال پاكستان لپاره لوئ چیلنج دے، ټول قام به په ګډه د دې وباﺀ په ضد جنګ كښې بريالې كيږي، په دې اړه د قام هر يو كس له به كردار ترسره كول وي، څومره زيات چې احتیاط وكړې شي دومره به زيان كم كيږي، وباء او لاك ډاؤن له امله زياتره د ټولنې غریب او كمزورې طبقې ځپلې شوي، ریلیف فنډ څخه ترلاسه ټولې روپۍ به د هغوي په مرسته خرڅ كولې شي، مالداره او استطاعت لرونكې دې په دې سخت وخت كښې راوړاندې شي، احساس پروګرام د هيواد د تاريخ تر ټولو لوئ او سپيځلې پروګرام دے ، تر اوسه مونږ سمارټ لاك ډاؤن كړے، دكانونه، كاروبار او كنسټركشن به پرانستل وي، باور لرم چې پاكستان به د يو قوي هيواد په توګه رامخې ته كيږي۔ د دې خيالاتو څرګنونه ده د زيارت په ورځ كورونا ریلیف فنډ په اړه د هيواد تر ټولو لوئ احساس ټیلی تھون كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ د هيواد د بيلو چینلو سره تعلق لرونكو اينكرانو هم په ټیلی تھون كښې ګډون وكړو۔په دې موقع هيواد كښې دننه او هيواد څخه بهر ګڼ شمير شتتمندو وزیراعظم كورونا ریلیف فنډ لپاره په كروړونو روپو عطیات اعلان كړل۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل چرې هم زمونږ په هيواد داسې او په ټوله نړۍ داسې صورتحال نه دې راغلې لكه كوم چې دا اوسنې دے۔ ده ووئيل نرم مونږ لاك ډاؤن كړے، د هغې ښې ميوې رامخې ته شوي، وګړو سره چې څه وؤ يا مونږ ئې مرسته كړې هغه خرڅ كوي،لوږه زياتيږي۔ده ووئيل مونږ يو لوئ پیكیج وركړے ، ډاكټر ثانیه نشتر په مشرۍ كښې احساس پروګرام زبردست او په سپيځلې ډول روان دے، مالی مرستې تقسیم ټول نظام كمپیوټرائزډ دے او د ډیټا بیس په بنیاد مالی مرسته كيږي۔ده ووئيل كوم وخت چې راروان دے د هغې به په ګډه مقابله كول وي ،يواځې كوم هم حكومت د داسې صورتحال مقابله نه شي كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل بايد اولس چې څومره هم عطیات وركولې شي هغه وركړي ۔ ده ووئيل بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستانیانو عمر له په سخت وخت كښې د هيواد مرسته كړي۔ده ووئيل كومه هم مقابله چې وي هغې لپاره محنت ته اړتيا وي۔ وزیراعظم ووئيل حقیقی خوشحالي د لوے څښتن د مخلوق په خذمت كښې ده، شوكت خانم روغتون د كال خسارہ 10 اربه روپۍ ده او زه په دې يريږم چې زمونږ ټول پام د كورونا پلو دے او زيات وګړي ستونزو سره مخ دي خو په لوے څښتن زمونږ ايمان دے ۔ده ووئېل كوم روغتون چې په 70 كروړه روپۍ جوړ شوے د هغې د كال خساره 10 اربه روپۍ ده خو باوجود د دې زياتې روپۍ جمع كيږي ، كوم هم انسان دا كار يواځې نه شي كولې۔ وزیراعظم ووئيل اوسني صورتحال كښې خوارې كښ تر ټولو زيات ستونزو سره مخ دي، مونږ د فنډ جمع كولو پريكړه تر هغه وخت نه وه كړې تر څو چې د مالیاتی كنټرول بندوبست نه ؤ شوے، د روپو راجمع كولو لوئ اصول دا دې چې هغه حقدار ته ورسيږي ، احساس پروګرام ترمخه مالی مرسته كيږي دې څخه وړاندې داسې نه دې شوي ۔ده ووئېل 12 زره روپۍ وركولو په اړه مونږ وئيلي شوو چې په تحصیل او كوم یونین كونسل كښې چاته مرسته رسيدلې ، ټول نظام كمپیوټرائزډ دے ، د سیاست په دې كښې څه كردار نشته د هغې تر ټولو لوئ ثبوت دا دے چې تر ټولو زياته مرسته سندھ كښې وركړې شوې چرته چې غريبي زياته ده۔ ده ووئيل تر اوسه 13 كروړه كسانو له مالي مرسته وركړې شوې ٬ كورونا وائرس صورتحال چې تر څو وي مونږ له به خپلو وګړو مرسته كول وي۔ ده ووئيل سنګاپور وړاندې لاك ډاؤن كړې ؤ خو كله چې لاك ډاؤن ختم شو نو كورونا بيا په خپريدو شوه ، اوس به مونږ له سمارټ لاك ډاؤن كول وي ، چرته چې مونږ ته ښكاره شوه چې كورونا خپريږي هلته به سمارټ لاك ډاؤن كولې شي ، ده ووئېل د امریكې صدر ټرمپ سره هم دغه خبره شوې د ، هلته تر اوسه 40 زره كسان مړه شوي او د ورځې دوه زره كسان مړه كيږي خو هلته هم په جزوی توګه لاك ډاؤن كيږي ۔ وزیراعظم ووئيل امریكا كښې ټول صنعتونه رجسټرډ دي زمونږ 75 فیصد لیبر رجسټرډ نه دے ، دې نه ځانله اېس اېم ایز هم رجسټرډ نه دي، پاكستان كښې چې د كورونا كله 26 كيسونه رامخې ته شول نو نو مونږ د لاك ډاؤن پريكړې كړې وه خو د سندھ حكومت كرفیو په طرز د لاك ډاؤن پريكړه كړې وه ۔ده ووئېل 18 م بدلون نه پس صوبې خپلو پريكړو كښې آزادي دې ، پنجاب او خیبر پښتونخوا كښې هم لاك ډاؤن شوې خو د وړومبۍ ورځ څخه مو دا وئيلي چې مونږ له به توازن پیدا كول وي ځكه چې زمونږ حالات د اروپا او امريكې څخه مختلف دي او د بنګله دیش او هند په شان زمونږ صورتحال دے ، كه بشپړه لاك ډاؤن وكړو نو د غريبانو مرسته به څنګه كولې شوو۔ وزیراعظم ووئيل د بند فنډ لپاره تقریباً 14 اربه روپۍ جمع شوې وي خو دغه روپۍ به هم دغه مقصد لپاره كارولې شي ، د لاك ډاؤن په اړه زيات تنقید هم شوے خو كراچۍ كښې مچھر كالونی، اورنګی ټاؤن او د اسلام آباد كچی آبادۍ دې اوكتلې شي چرته چې په يوه يوه كوټه كښې 7 نه تر 8 كسان ميشته دي ، د څښلو پاكې اوبه نشته ، نو څومره وخت مونږ لاك ډاؤن كولې شو۔ده ووئېل چرته چې زيات كسان جمع كيږي هلته كورونا خپريږي، 70كلونو راهسې زمونږ په هيواد كښې پريكړې يواځې د مالدارو لپاره كيږي، انګلش میډیم څخه څومره كسان ګټه پورته كوي، عدالتونو او زندانونو كښې دا هرڅه د طاقتور لپاره دي۔ وزیراعظم ووئيل د روژې مياشت په اړه مونږ سره دوه آپشن وؤ بايد وګړي جوماتونو ته لاړ نشي خو چې مونږ اوكتل نو چې څه هم وكړو وګړي جوماتونو ته ځي بيا مونږ د علماء كرامو په مشاورت سره يو ضابطه اخلاق جوړ كړو ، زه بيا هم وائيم چې كورنو كښې دې عبادت وكړې شي او بايد وګړي د كورونو څخه بهر اونه اوځي ۔ده ووئېل مونږ د يو ذمه واره هيواد پريكړه كړي او په روژه كښې مو د جوماتونو په اړه 20 نكات جوړ كړي كه بيا هم چا احتیاط اونه كړو او د ضابطه اخلاق خلاف ورزی وكړې شوه نو جوماتونه به بندولې شي۔وزیراعظم ووئيل نیشنل كمانډ اینډ كنټرول سینټر په فعاله ډول كار كوي ۔ ډاكټر فیصل، ډاكټر شوكت او نور پوهان ټول صورتحال د ورځې په بنياد ګوري او تجزیه كوي ، نړۍ كښې د كورونا وائرس خپريدو تر مخه تر اوسه پاكستان كښې د 50 زره كسانو ځپلې كيدو اندازه لګولې شوي وه خو اوس د اندازه داسې ده چې تر راروانې اوونۍ به 15 زره ته د ځپليو كسانو شميره رسيږي ، كه احتیاط وكړې شو نو د ځپليو دا شميره كميدې شي ، كه د مئی مياشت تر آخر د كورونا كیسونه داسې وؤ نو مونږ د صورتحال مقابله كولې شو۔ده ووئېل صدر ټرمپ هم د وینټی لیټرز راكولو پیشكش كړے ۔ وزیراعظم ووئيل احساس پروګرام فنډز بشپړه ريكارډ موجود لري او په لسو مياشتو كښې مونږ ډیټا بیس جوړ كړے ، 8 لكه وګړي د بی آئی ایس پی څخه وېستلې شوي او دغې نه پس نوې كسان شامل كړې شوي ، د ټولو جانچ پړتال كيږي ، دې څخه سپيځلې پروګرام پاكستان په تاریخ كښې وړاندې نه ؤ۔ د شوكت خانم روغتون لپاره د فنډز جمع كولو كامیاب كمپائن په اړه ده ووئيل هغه وخت ماشومانو هم په كمپائن كښې برخه اخستي وه، دغسې زمونږ د كرګت ډلې هم برخه اخستي وه دې سره پاكستان كښې يو نوې كلتور جوړ شوے ؤ۔ وزيراعظم ووئيل د كورونا وباء يو چیلنج دے ، په دې كښې د كامیابۍ انحصار به په دې خبره وي چې مونږ د ټولنې د غريبو كسانو خيال اوساتو او په دې كښې څومره بريالې كيږو۔ ده ووئيل د لاك ډاؤن څخه تر ټولو زيات غریب او كمزورې طبقه ځپلې شوي۔ د يوې پوښتنې په ځوابې ده ووئيل د 30 كلونو راهسې رائج نظام بدلولو له د نوي سره كار كولو سره لوئ چیلنج رامخې ته كيږي ، چرته څخه چې د بدلون شروعات كيږي نو هلته د سټیټس كو طاقتونه خنډان راولاړوي په دې اړه د ملائیشیا پخواني وزیراعظم مهاتیر محمد هلو ځلو مثال زمونږ په وړاندې دے۔ وزیراعظم ووئيل دا مهال د يو لوئ بحران سره مخ يو خو بيا هم باور لرم چې د دې بحران نه پس به پاكستان يو قوي هيواد په توګه رامخې ته شي۔ وزیراعظم ووئيل د تعمیرات څانګې پخپله نګرانی كوم ځكه چې دا څانګه د نورو څانګو لپاره هم د محرك كردار ادا كوي او دې سره د روزګار موقع هم راپيدا كيږي، حكومت دې څانګې ته پيښې ټولې مسئلې حل كولو له هر ډول آسانۍ وركوي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ بهر هيوادونو كښې د ميشته وګړو ستونزو څخه هم خبر يو او هغوي هيواد ته راستو لپاره اقدامات كوو۔ وزیراعظم ووئيل پناہ ځايونو كښې زياتره خوارې كښ ميشته وؤ خو د لاك ډاؤن په وجه زياتره خپلو كورونو ته تللي چې له امله ئې پناہ ځايونو كښې د ميشته كسانو شميره نيمې څخه هم كمه شوې خو په لنګر خانو كښې د وګړو رش زيات شوے۔ ټیلی تھون په آخر نوموړي مبلغ او عالم دین مولانا طارق جمیل خاص دعا وكړه۔