خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی سره وفاقی وزیرې زبیدہ جلال وليدل

image

اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی سره د دفاعي پيداوار وفاقی وزیرې زبیدہ جلال د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال د کورونا وباﺀ صورتحال او د دې وباء اثراتو مخنيوي لپاره په حکومتی تګلاره او د شريكې خوښې په چارو د خیالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير ووئيل ټوله نړۍ د كورونا وباﺀ له امله د غیر معمولی صورتحال ښكار ده، نړۍ د نړيوال معاشی بحران پلو روانه ده۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د پاکستان په شان پرمختګ كوونكو هيوادونو معیشتونو معامله د تشويش وړ ده۔ د ملاقات په مهال په اقتصادی سفارت کارۍ او دفاعی پیداوار په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو وزيرانو د وزیراعظم عمران خان کمزورو معیشتونو له د مرستې وركولو لپاره د ګلوبل ډيټ ریلیف مطالبه ستائلو سره دغه په موجودہ تناظر كښې ’’ضروري‘‘ ګرځولې۔ وفاقی وزیرې زبیدہ جلال مقبوضه جمو او کشمیر كښې د هند بربریت او د نورو مهمو چارو په نړيواله كچه رامخې ته كولو او په مشکلو حالاتو كښې په ښه خارجه پالیسۍ خپلولو خارجه وزير له مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں