نوشهروفېروز، د بس ولاړ موټر سره د ټكر كېدو پېښه ٬ 5 كسان مړه ٬ 4 ژوبل بهاولپور ته نزدې ترافيكي پېښه ٬ 16 كسان ژوبل

image

نوشهروفیروز۔ 9 جنوری (اے پی پی) کنډیارو كښې د تند رفتاره بس په ټول پلازه ولاړ موټر سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان په ځائې مړه او 4 نور ژوبل شول۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د صوبه سندھ نوشهروفېروز كنډيارو سيمه كښې يو تند رفتاره بس په ټول پلازه ولاړ موټر سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او 4 ژوبل شول۔ د رېسكيو ډلو د حق رسېدليو مړي او ژوبل كسان د كنډيارو روغتون ته رسولې دي۔ پېښې سره مخ شوې كم نصيبه موټر او بس سكھر ته روان وو۔ بله پېښه د پنجاب بهاولپور لال سوهانرا سيمې ته نزدې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو تند رفتاره ټرك ټرېكټر ټرالي ووهله چې په نتيجه كښې ئې 16 كسان ژوبل شول۔ رېسكيو ډلو ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دا پېښه د سخت دھند له امله رامخې ته شوې ده

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں