وفاقي وزير خسرو بختيار په مشرۍ كښې د وزيراعظم زرعي ايمرجنسي پروګرام ترمخه پي اېس ډي پي او كلن پرمختيائي پلان په اړه د جاج اخستو غونډه

image

اسلام آباد13جنوری(اے پی پی)د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير خسرو بختيار په مشرۍ كښې د وزيراعظم زرعي ايمرجنسي پروګرام ترمخه پي اېس ډي پي او كلن پرمختيائي پلان پروژو پېشرفت په اړه د جاج اخستو غونډه د ګل په ورځ وشوه۔ د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وزارت له مخې د وزيراعظم زرعي ايمرجنسي پروګرام ترمخه د زرعي څانګې پرمختګ او پېداوار زياتولو له ګڼې پروژې پیل شوي۔د دې پروګرام ترمخه د زراعت بېلو څانګو فشريز٬لائيو سټاك٬د لويو فصلونو پھ پېداوار كښې زياتوالې٬د اوبو پانګو زياتولو پشمول نورو فصلونو ته هم پام لرنه شوې ۔زرعي ايمرجنسي پروګرام سره به نه يوازې پیداوار زيات شي بلكې كروندګرو لپاره به آسانۍ راپیدا شي او زرعي څانګه كښې د ټېكنالوجي ودې له به هم مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں