اسلام آباد ۔ 14 جون (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي كشميرې اولس به هند نه آزادي ترلاسه كوي۔ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له وركړې شوې د كشميري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د تركي لخوا كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له د جاري كړې شوې سندرې په اړه خپل يو ټويټ كښې وكړه۔ صدر دا سندره ” کشمیر میرا نام هے ” شېئر كولو سره د تركيه مننه كولو سره وئيلي دي دا سندره بايد وكتلې شي او شېئر كړې شي۔ په دې سندره كښې په كشميري اولس ظلم ٬ آزادي ترلاسه كولو له د دوئې هڅې او قربانۍ په ډاګه كړې شوي دي۔ دا سندره د تركيه ترګئے ايورن ليكلې ده او ډيلامائيلس وئيلې ده۔ ددې سندرې په تيارولو كښې د تركيه پارلماني غړي ابابوسكو مهم كردار ترسره كړې دې