د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر په قومي اسمبلۍ كښې د راتلونكي مالي كال بجټ وړاندې كولو په مهال وېنا

image
APP44-12 ISLAMABAD: June 12 - Prime Minister Imran Khan attends the Budget Session of National Assembly on Friday. APP

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د مالي كال 21-2020م د 7137 اربه روپو حجم وفاقي بجټ وړاندے كړے شوے، په بجټ كښې كوم نوے ټېكس نه دې لګولے شوے، د اېن اېف سي اېوارډ له مخې به د 2874 اربه روپو ريونيو صوبو ته منتقل كولې شي، د بجټ خساره د جي ډي پي د 7 فيصده پاتې كېدو امكان دے، د سماجي تحفظ پروګرام د 187 اربه روپو نه 208 اربه روپو ته ورسولے شو، توان، خوراك او نورو څانګو كښې سبسډې لپاره 179 اربه روپې بېلې كړې شوې، د سېلز ټېكس شرح د 14 فيصد نه 12 فيصد كرې شوه ، په سيمنټ فېډرل اېكسائز ډيوټي د 2 روپو نه 1 روپې 75 پېسې شوه ، په پاكستان كښې په جوړېدونكو موبائل فونز سېلز ټېكس كم كړے شوے، په درآمداتو د انكم ټېكس شرح په خام مال د 5.5 فيصد نه 2 فيصد او مشينري ټېكس د 5.5 فيصده نه يو فيصد كړے شو، كمه نه كمه تنخا د 15 زرو نه 25 زره كړې شوه ، په موټر سائيكل ركشه او تر 200 سي سي موټرسائيكل اېډوانس ټېكس ختم كړے شو، ټېكس نه ادا كوونكي داسې كسان كوم چې هر كال د سكول فيس د دوه لكه روپو نه زيات وركوي، د هغوي نه د سل فيصده زيات ټېكس اغستو تجويز دے، په ډبل كېبن پك اپ د فېډرل اېكسائز ډيوټي لګولو، په انرجي ډرنكس اېف اي ډي د 13 فيصد نه د 25 فيصده كولو، په درآمدي سګرېټو، بېړې، سګار او د تمباكو په نورو څيزونو فېډرل اېكسائز ډيوټي د 65 فيصده نه د 100 فيصده كولو تجويز دے، د كووېډ-19 په اړه د روغتيا د ساز او سامان په درآمد په روانه استثنٰي كښۍ د نورو درېو مياشتو پراختيا شوې، د راتلونكي مالي كال په مهال به د جي ډي پي شرح نمو – 0.4 فيصد نه 2.1 فيصد ته رسولې شي، كرنټ اكاٶنټ خساره به تر 4.4 فيصده محدود ساتلې شي، د افراط زر شرح به د 9.1 فيصد نه 6.5 فيصد ته راوستلې شي. نېغ په نېغه غېرملكي سرمايه كارې كښې به تر 25 فيصده اضافه كولې شي، د سركاري ملازمانو په تنخاګانو او د پنشن اخستوونكو په پنشن كښې كومه اضافه نه ده شوې. د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د كال 21-2020م وفاقي بجټ وړاندې كولو سره د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل د پاكستان تحريك انصاف د حكومت دوهم كلن بجټ وړاندې كول دما لپاره ډېره د اعزاز او خوشحالې خبره ده. د وزيراعظم عمران خان په مثالي مشرې كښې په اګست كال 2018م كښې يو نوے دور پېل شوے. مونږ مشكل سفر پېل كړو او د معيشت بحالې لپاره مو هڅې پېل كړې چې دغسې په مېنځنې موده كښې معاشي استحكام او شرح نمو ښه كړې شي. ده ووئيل زمونږ د معاشي پالېسو مقصد هغه لوظ پوره كول دي كوم چې مونږ نوي پاكستان جوړولو لپاره اولس سره كړے. هر يو تېرېدونكے كال سره د دې خوب تعبير ته نزدې كېږو. ده ووئيل د تېرو دوو كلونو په مهال زمونږ د لارښونې اصول دا پاتې شوي چې د كرپشن خاتمه وكړې شي، په سركاري ادارو كښې زياته سپېځلتيا راوستلې شي او د احتساب عمل دې جاري وساتلې شي او په هره كچه د پرېكړې كولو په عمل كښې دې مېرټ عملي كړے شي. زمونږ بنيادي مقصد د معيشت بحالي او اسلامي جهموريه پاكستان د مستحكم او قوي معيشت په لار روانول دي چې دغسې هغه منزلونه او مقاصد ترلاسه كړے شي د كومو خوب چې زمونږ د خوږ وطن جوړونكو ليدلے ؤ. ده ووئيل تحريك انصاف د سماجي انصاف وركړې او د ټولنې د كمزور او پاتې طبقو د حالت ښه كولو په اصولو عمل كوي او غربت كښې ګېرو وطن والو لپاره د كار كولو عزم لري. هم دا زمونږ وژن او د لارښونې اصول دي. حماد اظهر ووئيل د راتلونكي مالي كال د بجټ وړاندې كولو نه وړاندې به زه دا معزز ايوان خبرول غواړم چې كله په كال 2018م كښې زمونږ حكومت جوړ شو نو مونږ ته معاشي بحران په ورثه كښې پاتې ؤ. د ايوان معزز غړو ته به ياد وي چې هغه وخت د هېواد قرض په پنځو كلونو كښې دوه چنده زياتېدو سره د 31 زره اربه روپو لوړې كچې ته رسېدلے ؤ په كوم چې د سود د رقم ادائيګي ناقابل برداشت وه.

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں