پاکستان د هند هائی کمیشن له په پاکستان كښې د 324 هندي بنديوانو فهرست وركړو، د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد 01 جولائی (اے پی پی) پاکستان د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د هند هائی کمیشن له په پاکستان كښې د 324 هندي بنديوانو فهرست وركړے ،په دې بنديوانو كښې 270 كبانو نيوونكې او 54 نور وګړي شامل دي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دا اقدام پاکستان او هند ترمينځه د قونصلر رسنې لوظنامې ترمخه شوے په كوم چې په 21 مئی 2008ء لاس ليك شوے ؤ۔ د دې لوظنامې ترمخه دواړه هيوادونه په 01 جنوری او 01 جولائی په كال كې دوه ځله د بنديوانو فهرستونو يو بل له وركوي ۔ دغسې د هند حکومت هم په هند كښې د 362 پاکستانو بنديوانو فهرست په نوې ډيلې كښې د پاکستانی هائی کمیشن له وركړے چې پكښې 265 سول بنديوان او 97 كبانو نيوونكې شامل دي۔ پاکستان پرله پسې د 15 سول بنديوانو او 47 كبانو نيوونكو زر تر زره د خوشې كولو او هيواد ته د راستنولو غوښتنه كړې كومو چې خپلې سزاګانې ترسره كړي او د كومو د قومیت تصدیق څخه چې هند خبر كړے شوے۔ دې نه ځانله هند ته وئيلي شوي چې 77 سول پاکستاني بنديوان او 113 پاکستاني كبانو نيوونكې كوم چې دا مهال د هند په زندانونو كښې دي، هغوي ته قونصلر رسنې وركړے شي

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں