اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سپيكر اسد قېصر ووئيل د پاکستان او چين ترمېنځه د ځانګړي نوعيت د دوستۍ اړيكې نړۍ لپاره يو مثال دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې په شريك احترام٬ باور٬ مفادات او په ستراتېژك شراكتدارۍ آډانه دي۔ د ملاقات په مهال د سي پېك پشمول په اړوندو چارو او د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د چين سفير نونګ رونګ ووئيل چين پاكستان سره تجارتي حجم او معاشي مرستې ته پراختيا وركول غواړي۔ ده ووئيل زه به خپلې ټولې تجربې د دواړو هېوادونو دوستۍ لا قوي كولو لپاره كاروم