اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان د پاکستان د نوموړو برآمد كوٶنكو پلاوي سره د زيارت په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيران محمد حماد اظهر، سيد علي زېدي، فېصل واوډا، خاص سلاحكار عبدالرزاق داؤد، ډاکټر عبدالحفيظ شيخ، ډاکټر عشرت حسېن، خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري، د سندھ ګورنرعمران اسمعيل، د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر، د اېف بي آر چيرمېن، د اي او بي آئي چيئرمېن ي او نورو لوړ پورو ګدون وكړو۔ په پلاوي كښې د اووسيز انوېسټرز چيمبر آف کامرس، د پاکستان بزنس کونسل، آټو موبيلز سېکټر، ټينرز اېسوسي ايشن، هوزري، فشريز، ګارمنټس، فارماسوټيکل انډسټري، اسټيل، ټيکسټائل او نورو صنعتونو سره تړون لرونكي نوموړي كاروباري شخصيات شامل وو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې پلاوي په برآمداتو كښې د اضافې په اړه د حکومتي پاليسو او په اقداماتو وزيراعظم او د ھغه معاشي ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كړي۔ پلاوي وزيراعظم ته ووئيل د حكومت د پاليسو په نيتجه كښې د كارباري ورورولۍ اعتماد بحال شوې چې په نتيجه كښې ئې معاشي عمل كښې تندي راغلې ده٬ په دې لړ كښې پلاوي په برآمداتدو كښې د ښه اضافې ٬ اېکسپورټ آرډرز، په كورنۍ كچه د سيمنټ، اسټيل ، آټو موبيلز په خرڅولو كښې د زياتې اضافه ذكر وكړو۔ په دې موقع د پلاوي غړو د برآمداتو اضافې او د هېواد استعداد كارلو په اړه بېلا بېلو تجويزونه وزيراعظم ته وړاندې كړل۔ وزيراعظم عمران خان د ايکسپورټرز پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل د صنعتي څانګې وده د حكومت لومړۍ ترجيح ده چې په سوب به ئې نه يوازې په هېواد كښې معاشي عمل تېز شي ٬ د ملازمتونو موقعې به پېدا شي بلكې دې سره به د دولت پېداوار ممكن شي چې ورسره به ميعيشت مستحكم شي۔ وزيراعظم برآمدكوٶنكو او صنعت کارو له باور وركړٶ چې ستاسو د عمل وړ په تجويزونو به غور كولې شي دغسې چې كاروباري ورورولۍ ته زياتې آسانۍ او سهولتونه وركړې شي۔