د پناه ځايونو كښې د مستحق كسانو ته معياري خدمات وركول دې باوري كړے شي۔ د وزیراعظم عمران خان سپارښتنه

image
APP78-15 ISLAMABAD: October 15 - SAPM for Poverty Alleviation Dr. Sania Nishtar briefs Prime Minister Imran Khan during visit to Panagah. APP

اسلام آباد 15 اکتوبر(اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د پناه ځايونو كښې مستحقو كسانو لپاره د معياري خدمات وركولو لپاره امر كولو سره په دې خبره زور رواړے چې د مستحق كسانو د عزت نفس دې خاص خيال وساتلے شي۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ د اسلام آباد په جي نائن سېكټر پشاور موړ كښې د پناه ګاه دورې په مهال كړې۔ په دې موقع د وزيراعظم د سماجي تحفظ او د غربت تخفيف خاص مرستياله ډاکټر ثانیه نشتر، د پاکستان بېت المال اېم ډي عون عباس بپی او س فېصل جاوېد هم وزيراعظم سره وو۔ په دې موقع وزیراعظم د پناه د ځائ د بېلا بېلو برخو معائنه وكړه او او د ھغې د انتظامات او د ترلاسه سهولتونو جاج ئې واخست۔ ده مستحقینو ته پاك او صحت مند ماحول وركولو په حاجت زور رواړولو سره ووئيل بې وسه كسانو لپاره دا جوړ شوے سهولت مهم دے۔ ده ووئيل حكومت د بې وسه كسانو خيال ساتلو اقداماتو لپاره د فنډنګ په لړ كښې كومه پرېشاني نه لري كه دا سهولت د خپل معيار ٬ سپېځلتيا او فعاليت په لحاظ سره د اولس په باور ترلاسه كېدو كښې كامياب شو نو ډېر زيات خلق به د خېر په دې كار كښې برخه اخستو لپاره چمتو شي۔ په دې موقع وزیراعظم په پناہ ګاہ كښې مېشته كسانو سره لنګر هم اوخوړو۔ وزیراعظم د پناه په ځائ مېشته كسانو سره خبرو كولو كښې باور وركړٶ چې د حكومت د جاري اقتصادي پاليسو په نتيجه كښې به د روزګار موقعې زياتې شي ۔ په دې موقع ډاكټر ثانیه نشتر او عون عباس بپي وزیراعظم ته د پناه ځايونو٬ انتظام او د ترلاسه سهولتونو په اړه بريفنګ وركړو۔ د بېت المال اېم ډي ووئيل په وفاقي پايه تخت كښې څلور د پناه ځايونه بشپړېدونكې دي او پنځم به په ترنول كښې جور كړے شي كوم چې به په 45 ورځو كښې بشپړ شي۔ ده ووئيل د جنورۍ تر 31مې نيټې كال 2021 به پاكستان بېت المال په سندھ او بلوچستان كښې پنځه پنځه پناه ګاه جوړوي او په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې به اته اته د پناه ځايونه جوړولې شي۔ په دې موقع اے پي پي سره په خبرو كښې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د پناہ د ځايونو منصوبه د وزيراعظم زړه ته نزدې ده، د دې منصوبې مقصد په لويو ښارونو كښې مزدورانو او بې وسه كسانو ته د قيام و طعام سهولت وركول دي څوك چې د دې سهولت په نشتوالي كښې په سخت موسمي حالاتو كښې هم د آسمان لاندې په شپو تېرولو مجبوره وو۔ دې ووئيل وزیراعظم امر كړے چې د پناه په ځايونو كښې د مستحقينو د عزت نفس خاص خيال وساتئ او دوي ته معياري سهولتونه باوري كړئ

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں