د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د پي اے آر سي بورډ آف ګورنرز غونډې ته خطاب

image

اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي د كركيلې څانګې پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي٬وزيراعظم د كركيلې ايمرجنسي پروګرام ترمخه راروانو څلورو كلونو لپاره د ذكر وړ سرمايه كارۍ لوظ كړی۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پي اے آر سي هېډكوارټرز كښې د پي اے آر سي بي او جي 44مې غونډې مشري كولو سره وكړه۔د پي اے آر سي بورډ آف ګورنرز د پي اے آر سي لپاره د مالي كال 19-2018 نظرثاني شوې بجټ منظوري او د معذوره كسانو د سامان الاؤنس كښې د زياتوالي منظوري هم وركړه ۔دغسې د وزيراعظم خانداني معاون پیكج كښې د بدلون منظوري هم وركړی شوه۔وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د غړو هركلے وكړو او هيله يې څرګنده كړه چې ټول غړي به هېواد كښې زرعي تحقيق ښه كولو له خپل وژن او تجربې وكاروي۔ده د دې خبرې ستائنه هم وكړه چې د تېر وخت په مهال پي اے آر سي د كركيلې څانګې ښه كولو له مهم كردار ترسره كړې۔ده ووئيل د زرعي څانګې پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي٬د زرعي هېواد په حېثيت د برآمدات لويه برخه د زرعي څانګې ښې كاركردګۍ سره تعلق لري۔ده ووئيل وزيراعظم د كركيلې ايمرجنسي پروګرام ترمخه د راروانو څلورو كلونو لپاره د ذكر وړ سرمايه كارۍ لوظ كړې

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں